افغانستان

ټاکنو کمیسیون یو ځل بیا د نوماندانو د نوم‌لیکنې نېته اعلان کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، سر له ننه (پنجشنبه، ۱۳مرغومي) د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند کېدونکي کسان کولی شي خپل نومونه ثبت کړي.

د دې کمیسیون د اعلاميې له مخې د ټاکنو د ځنډ له امله د نوم لیکنې نېټه هم وځنډول شوه.

وړاندې تر دې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوم لیکنې لپاره د مرغومي له لومړۍ تر دوولسمې ورځې په ګوته کړې وې، خو د ټاکنو په درې میاشتني ځنډ سره د نوم لیکنې نېټه هم یو ځل بیا اعلان شوه.

ټاکل شوې ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي لمریز کال چنګاښ میاشت کې ترسره شي، وړاندې تر دې د وري میاشتې وروستۍ ورځ د ټاکنو لپاره وروستۍ نېټه یادېدله.

د څارونکو بنسټونو په وینا د ټاکنو کمیسیون په وروستۍ اعلان کړې نېټه هم نه شي کولی ټاکنې ترسره کړي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید وايي، ټاکنو کمیسیون د غزني د ولسي جرګې ټاکنې نه شي ترسره کولی، د ولسمشریزو ټاکنو خو سوال نه پیدا کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x