ټرمپ: مټيس په افغانستان کې ناکام شو، ومې شاړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ له رسنیو سره خبرو کې وویل، د دفاع وزیر جیمز مټیس يې ځکه له دندې لرې کړ، چې په افغانستان کې ناکام شو.

هغه ویلي جنرالانو ته يې د هغوی د غوښتنې مطابق پیسې ورکړې دي، خو افغانستان کې يې د پام وړ کار نه دی کړی.

ټرمپ د مټیس نوم واخیست او ویې ویل: «هغه له ما ډېره مننه وکړه، کله چې مې اوه سوه میلیارد ډالر ورکړل، بل کال چې مې اوه سوه شپاړلس میلیارد ډالر ورکړل، باور يې نه شو کولی، ډېره مننه يې کوله.»

د ټرمپ په خبره خو د دې لګښتونو پایلې څه وي؟ «هیڅ»؛ هغه وویل، لکه څنګه چې اوباما له دندې لرې کړ، ما هم له دندې وشاړه.

ټرمپ پخپلو خبرو کې په ډاګه ویلي، چې په افغانستان کې دې هند، پاکستان او روسیه جګړه پر مخ بوځي« زموږ يې څه، چې له شپږ زره میله لرې ور روان شوي یو؟»

ډونالډ ټرمپ وویل، کله چې يې جنرالانو ورته د داعش جګړه مارو او طالب سرتېرو د جګړې حال ویلی، نو ده ورته ویلي چې باید منځ ته يې ځان ور وانه چوي، خو په وینا يې «جنرالانو په بې عقلي سره ځواب راکړ، داسې بې عقلي ما تر اوسه نه وه لیدلې.»

دا په داسې حال کې دی چې تازه «میلټري» امریکايي رسنۍ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان سکاټ مېلر په حواله ویلي، چې په روان کال کې به نیمايي پوځ له افغانستانه وباسي.

وړاندې تر دې نورو لوېدیځو رسنیو هم د سپینې ماڼۍ په حواله ورته خبر ورکړی و، خو مېلر ویلي و، ده ته يې په اړه څه نه دي ویل شوي.

مېلر دوه ورځې وړاندې خپلو عسکرو ته هم وویل، چې د سولې خبرې اترې روانې دي او باید د هر ډول «ښې او بدې» اورېدو ته تیار واوسئ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

ترمپ داهم ويلى چى د امريكايى جنرالانو ناكامى دا هم ده چى داعش او طالبان پخپلو مينزو كى سره ونه جنگيدل ، پدى كى شك له مينزه ليرى شو چى داعشيان هم د امريكا غلامان دى .
اوس به توله غلامان يخى تبى نيولى وى .

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

هههه ښاغلی ټرمپ موږ ستاسي د تيري په لومړيو کي لا د خوشالخان بابا دا شعر ويلی وو: د کارګانو ، د بازانو مصاف جوړ دی عاقبت به بريالي د باز بچی سي. خبره په دې کي نه ده چي مټیس يا ستاسي نور جنرالان په جګړه نه پوهيږي او ناکام دي. بلکي اصلي خبره داده چي د افغانانو د توري زور هيڅوک نه لري. دلته مغول مات سوي، ايرانيان دلته داسي مات سوه چي بالاخره افغانان پر واکمن سول. له سيکانو او مرهټيانو څخه يې ډيلی ونيو، بيا يې انګريزان په داسي حال کي مات کړل چي لمر يې… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

لکه ترمپ او اوباما چه د خپل ریاست په شروع کی په دغه [[ لیونی سپی ]] نازیدلو او هغه یی د افغان وژنی د پاره د پوره صلاحیت سره سره وکارولو خو له افغانانو تر د الله ج په نصرت د کوڅو کوڅه ډب یا د خیراتو سپی جوړ کړو. د خندا وړ دغه ناکامه تجربه ۷۵ کلن ناروغ غلام غنی د ناصالح او نا خالد د میتس لیونی سپو په شان هم تکرار کړه . د خپلی ژغورنی د پاره یی دوه مفعولان په کار وګمارل چه یو طالبانو تر کولاب اړولی وو او بیا یی د پنجشیر… نور لوستل »