افغانستان

د دفاع سرپرست وزیر او د امنیت شورا سلاکار پر احتمالي اوربند غږېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له یو بل سره لیدلي او پر احتمالي اوربند يې خبرې کړې دي.

د امنیت شورا د خبرپاڼې له مخې دوی د ځواکونو د تجهیز په اړه د خبرو اترو تر څنګ د احتمالي اوربند په اړه هم خبرې کړې دي.

تر اوسه د اوربند په اړه نورو حکومتي سرچینو څه نه دي ويلي، خو د زلمي خلیلزاد د نوي ماموریت له پیل سره د احتمالي اوربند «ګنګوسې» هم رسنیزې شوې.

د امریکا د یرغل له پیله تر اوسه یوزاې د تېر کوچني اختر درې ورځې داسې وي، چې د اوربند له امله پکې جګړه ونه شوه او د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا آوربند خو غنى سو وارى اعلان كر .
تر سوچى مو باداران نوى وتلى ستاسو سره اوربند ناجايزه دى .
سم دم وسله پر زمكه كشيژدى او تسليم شى بله لار نلرى .

الحاج استاذ بیانزی

د کابل د غلامی اداری ایجړاګان خو اول نه د سولی او نه د جګړی اهلیت او صلاحیت لری هغه څه وایی او هغه څه کوی چه د څه ویلو او څه کولو دستور او قومانده ورکړی شوی سپین ته به خامخا تور او تور ته به خامخا سپین وایی. اوربند کول او نه کول او یا څه دول اوربند او څه وخت باید پیل شی او د اوربند اصولو او مقرراتو ته درناوی ټول د کابل د غلامانو تر صلاحیت پورته دی . له بل اړخه طالب مجاهدین یی د جنګ ، سولی اوربند او داسی نورو تعاملاتو د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x