که مو د فېسبوک کارن او پټ نوم غلا شي د اندیښنې وړ خبره نه ده!

ژباړن: سیداغا “حیران”

د فېسبوک کارن لپاره په زړه پورې معلومات؛ په اوسني وخت کې د نورو اپلیکیشنو پر نسبت تر ټولو زیات د فېسبوک اپلیکیشن کارول کېږي؛ حتی تاسې هم تر ټولو زیات پر همدې میډیا تم یاست.

د دې اپلیکیشن د لا ډاډمن امنیت لپاره مهمي برخې په نظر کې ونیسئ؛ ځکه، چې څوک ونه کړای شي چې ستاسي د فېسبوک کارن او پټ نوم باندې برلاسی شي.  زه به  درته دا وښایم، چې څنګه دغه فېسبوک کارن په امنیت کې وساتو، او ځان نور هم ډاډمن کړو، که چیرې ستاسي د فېسبوک کارن (User Name) او پټ نوم (Password) هم چاته په لاس ورشي او څوک یې ونه کاروي د دې کړنې لپاره لاندې برخې ترتیب کړئ.

لومړی تاسي باید خپل فېسبوک پرانیزئ او عمومي برخه غوره کړئ لکه لاندې شکل انځور، چې درته ښکاري.

په پورتنې انځور کې ښي اړخ ته درې سر په سر نښان درته ښکاري او د صحیح نښان یې هم تر څنګ دی.

په همدې تړونې به زور ورکړئ او لاندې شکل انځور به درته پرانستل شي.

په پورتنې انځور کې ښکتنۍ برخي ته نظر وکړئ او په Settings & Privacy تړونې باندې زور ورکړئ.  کله مو چې دغه چاره ترسره کړه په درېم انځور کې لکه څنګه چې لاندې درته ښکاري.

په پورتنې انځور کې د Settings په تړونې زور ورکړئ. چې دغه چاره مو تر سره کړه بیا به په ښکتنې انځور نظر وکړئ.

په پورتنې انځور کې په Security and Login تړونې زور ورکړئ. چې دغه چاره مو هم ترسره کړه بیا به په ښکتني پنځم انځور نظر وکړئ.

په پورتنې انځور کې به په Get Alert about unrecognized تړوني زور ورکړئ.

د پورتنیو ټولو انځورونو په اخیر کې یعني شپږم نمبر انځور لکه څنګه چې لاندې درته ښکاري.

 

په پورتنې انځور کې درې مهمی نقطي دي، چې عبارت دې له Notification, Messenger او Email برخې په دې هر یو تړونې زور ورکړئ او تړوني له Off څخه On حالت ته راولئ؛ کله مو چې دغه کړنه ترسره کړه تاسي ته به یو پیغام راشي لکه لاندې شکل.

نو له دي ټولو کړنو وروسته اوس چې تاسي فېسبوک په کوم بل Devices یا مبایل کې پرانیزئ او تاسي چې په کوم نمبر یا ایمیل فېسبوک جوړ کړی وي هغي نمبر یا ایمیل ته به یو شپږ رقمی عدد راځې نو هغه عدد ستاسي لپاره ډېر اړین دي، تر څو د فېسبوک پرانستلو په وخت کې هغه عدد له تاسي څخه غوښتونکی دی تر څو خپل فېسبوک اکونټ پرانیزئ، پرته له هغه شپږ رقمی عدد چې ستاسی مبایل نمبر یا ایمیل ته درغلی نشئ خلاصولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د