افغانستان

کابل ښار امنیتي دېوالونو په پوځي اډه بدل کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار اوسېدونکي وايي، ډېرو امنیتي ديوالونو ورته ترافیکي ستونزې پیدا کړې او ورځنی ژوند يې ور تریخ کړی دی.

د دوی په وینا روغتونونو، تعلیمي او کاري ادارو ته په وخت نه شي رسېدلی، لارې ډېرې بندېږي، چې عمده علت يې په عامه لوی لارو کې د امنیتي دیوالونو جوړول دی، چې له امله يې ښار د پوځي اډې شکل خپل کړی دی.

د ګل محمد په نوم یو تن موټر چلوونکی وايي، د ښار په زړه کې امنیتي دیوالونه د سړک په منځ کې ودرول شوي دي، د دې تر څنګ ورسره امنیتي عسکر هم ولاړ وي، چې د دوو موټرو فاصله يې پر یو موټر هم تنګه کړې او تېرېدلی نه شي.kabul-wall2

هغه وویل، د ښار له ده افغانان، قوای مرکز او کارته پروان نه نیولی د هوايي ډګر تر څلوېښت متره سړک، وزیر اکبرخان مېنه او مکرویانو پورې ټوله ساحه امنیتي دیوالونو پوښلې ده.

د سید حبیب په نوم یو بل تن چې څلور سوه بستریز روغتون ته په لار و، وویل په تېره بیا وزیر اکبرخان مېنه کې امنیتي دېوالونو، عسکرو او پلټنو خلک له ستونزو سره مخ کړي.

په وینا يې د یو ساعت کار ته باید ټوله ورځ ځانګړې شي، خو که لار خلاصه وي، د شل دقیقو لار هم نه ده.

حکومتي سرچينو څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې وزیر اکبر خان مېنه کې چې ډېری ډيپلوماټيک دفاتر او بهرني سفارتونه هم شته، د شته لارو بندولو ته هم لستوڼي را بډ وهي.

د کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ په ګډه ویلي و، له ده افغانانو نه زنبق څلور لارې او شیرپور ته غځېدلي سړکونه به د موانعو په وسیله وتړي.kabul-wall3

دوی يې علت امنیتي نا ارامي او د دې سیمې خونديتوب په ګوته کړی و.

په ورته وخت کې د کابل ولایت مقام او امنیه قومندانۍ شاوخوا هم د موټر ګڼه ګوڼه له دې امله زیاته وي چې نږدې نیمايي سړکونه امنیتي دېوالونو نیولي دي.

د حاجي صاحب خان په نوم چې ناروغ يې جمهوریت روغتون ته راوړی و، له دولته ګیله کوي او زیاتوي چې دولت پر خپلو خلکو او خلک پر دولت هیڅ باور نه لري.kabul-wall4

په وینا يې چې پایتخت کې دا ډول امنیتي تدابیر نیول شوي وي، لکه بېړنی حالت چې وي ولایتونو کې باید ګیله ونه شي.

هغه وویل ناروغ يې له غزني دلته راوړی، خو د غزني له اډې تر جمهوریت روغتون پورې لار چې نیم ساعت هم په بر کې نه نیسي، خو دوی په څه کم درې ساعته کې را رسېدلي دي.

کابل ښار کې د امنیتي دیوالونو تر څنګ د موټر ډېرښت هم په لارې بندولو کې یو اغېزمن علت بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دوى فكر كوى چى د ديوالو تر شا به مرگ نه ورته رازى، كه په اووو زيرخانو كى هم پت شى بيا به هم له مرگ نه بچ نشى

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx