افغانستان

د ولسي جرګې د ټاکنو ناکام، ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره نن په رسمي توګه د نوم ليکنې له پيل سره په لومړي ځل يو د ولسي جرګې د يو ناکام نوماند نوم ليکنه وکړه.

تر دې وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوم ليکنې بهير د مرغومې د مياشتې په لومړۍ نېټه اعلان شوی و او ټاکل شوې وه چې د جدې تر ۱۲ نيټې به دوام وکړي خو وروسته دا نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو د درې مياشتني ځنډ له امله وغځېده.

په دوهم ځل د ټاکنو خپلواک کمیسيون اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو نوم ليکنه به د روانې مياشتې له ۱۳ مې نيټې څخه ددې مياشتې تر ديرشمې نيټې دوام وکړي.

نن د نوم ليکنې په لومړۍ ورځ له بدخشان ولايت څخه د ولسي جرګې ناکام نوماند عبداللطيف پدرام د ولسمشرۍ د ټاکنو له پاره ځان نوماند کړ او دا لومړی کس دی چې ولسمشرۍ ټاکنو ته يې خپله نوماندي ثبت کړه.

عبداللطيف پدرام د ولسمشرۍ په ټاکنو کې احسان الله حيدري د لومړي معاون او محمد صادق د دوهم معاون په توګه ټاکلي دي.

د يادونې وړ ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د تغير شوې نېټې له مخې ټاکل شوې ده د ۱۳۹۸ لمريز کال د سرطان په ۲۹ مه نېټه ولسمشريزې ټاکنې تر سره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

تر اوسه د امريكا وايسرا خليلزاد دا نيته نده تاءيد كرى .

عبدالمالک همت

اوه تر خدای مي جار کړې زموږ کوتکي هم غي.. باسلی دی. او ده لکه چي زموږ افغانانو دا متل نه دی او رېدلی:«چي په نوزاد کي مېړه نه سوې ، په بر نوزاد کي خو نو بېخي منې که مېړه سې». کېدای سي له کومي خوا د ولسي جرګې تر مصرف سوو پیسو ډېري زياتي پيسې په لاس ورغلي وي. خو بيا هم پر ده باندي دا چپنه لويه ده.

عبدالولی (فهیم)

څوک یی په کلی کی نبریږدی وایی آس می ملک کره وتړی دا جاسوس ځان افغان نه بولی او د افغانستان ولسمشریته یی مټی رابډوهلی دی. د ټاکنو کمیسیون اعلان کوی چی څوک چی ځان ولسمشریته نومانده یی نو باید افغان وی او مور او پلار یی افغانان وی دا خو نه افغان دی او نه مور او پلار یی معلوم دی. نو له همدی معلومیږی چی نه کوم قانون شته نه کومه کړنلاره هسی بیوزلو خکوته وایی چی قانون دی او مقررات دی غنی هم قانون تر پښو لاندی کړ اوس معلومه شوه چی دا د امریکا له خوا… نور لوستل »

هارون

هغه د پښتو یو متل دی چې وایي: څوک یې په کلي کې نه پرېږدي، خو دی وایي چې خر مې د ملک په کور کې وتړئ.دا سړی خو نه شرم لري او نه حیا. څوک یې په ولسي جرګه کې نه مني،خو دی جمهوري ریاست غواړي. دا یو ډول رواني ستونځه ده چې پدرام غواړي ځانته یو څه رواني هوساینه ترلاسه کړي. دی په شرمو شرمېدلی سړی دی.

غ.حضرت

که څه زه قومی او ژبنی او سمتی تفوق ته عقیده نلرم خو د پدرام څخه هیله کوم چي نه دی ځان شرموی او نه دی خپل ټبر او سیمه.
یو څوک چي پخپل پلرنی کلی او ښار کی بریالیتوب تر لاسه نکړای شی هغه کس به د هیواد په کچه څنګه بریالیتوب تر لاسه کی.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x