شعـــــرونه

غزل/ عبدالکبير طلایي

انجينر عبدالکبير طلایي

حيراني ده ناکردو د دې جهان ته
زرګري جنګ ئې جوړ کړى مسلمان ته

څوک په يو نوم, څوک په بل نوم باندې وژني
خپل وطن نه سور تنور جوړ شو افغان ته

هم د شپې او هم د ورځې وژل کيږي
بې اجله مرګې راغې زوړ او ځوان ته

چه لاسونه ئې د ملت په وينو سره دي
هک حيران يم وه دا هسې قهرمان ته

د قدرت په سر شروع پهلواني ده
د ملت وينې ډالۍ شوى پهلوان ته

رنګ راوړۍ د مظلوم وينو نړۍ کښې
مظلومانو لاس اوچت خولې کړى اسمان ته

په شرمونو شرميدلي لا شرميږي
چه کتلي چا دي سپک دى لوړ ارمان ته

طلائي کبير د رنځ په چاره پوه دى
منتظر دى الهي دارو درمان ته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

په رشتیا چه د کوګل او پخې عقیدې د تَل څخه یوه راوتلې رنګینه او غمګینه آه ده. خیر یوسې. امّا یوه وړوکې ملاحظه: البته ورور د ورور نه نباید خپه شی. ۱-په لومړی بیت او لومړی بند کی که د مسلمان پر ځای انسان کارول شوی وای ښه به ؤ ځکه نن تقریباً ټول غیر سامری انسان د نژاد پرستانو او د فرعون او سامری د مَیَیانو لخوا د ژوند په هره زاویه کی اسیر شویدی او هڅه روانه ده چي نور ئې هم د ځان اسیر او مسحور او مفتون کی. ۲-د شعر د څلورم بیت راسته لستوڼی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x