fbpx

دبخښني نړیواله ټولنه: سوریه کي تراوسه پوري ۵۵ لاریون کونکي وژل شویدي

sorya_demonstration(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۶)دبخښني نړیوالي ټولني خبر ورکړیدي، چي سوریه کي د رواني میاشتي له ۱۵ تاریخ څخه راپدي خو تراوسه پوري ۵۵ لاریون کونکي وژل شویدي، خبرزیاته وي چي دسوریی د درعا له ښارڅخه مظاهري دهیواد نورو سیمو ته هم خوري شویدي.

هغه بیان چي دجمعي په ورځ دبخښني دنړیوالي ټولني ددفتر لخوا صادرشوی وه وایی دسوریی د حکومت له هغي ژمني سره سره چي د درعا دوژنو په اړه به څیړني کوي، یو ځل یی بیا د صنمین په ښارکي پرلاریون کونکو ډزی کړیدي او دلیبیا په پلازمینه دمشق کي یی هم ډیری لاریون کونکي نیولیدي.
له بلي خوا دسیمي اوسیدونکي وایی چي دوژونکو شیمره له هغه څخه ډیره زیاته ده کوم چي دبخښني نړیوالي ټولني یادکړیدي، اویا هم ددولت لخوا څخه یی پخلي شویدي، له سیمي څخه عیني شاهدان او ددرعا په ښارکي د روغتونو ډاکټران وایی، یواځي له هغی پیښی څخه روغتون ته ۳۷ مړي رواړل شول کله چي دپولیسو له لوري څخه عمري مسجد تربرید لاندي راغي.
درویټر خبري اژانس خبرورکړیدي، وروسته له هغه څخه چي ددرعا دښار دوژنو خبر نشرشو، دهیواد نورو سیمو کي هم خلګو په مظاهرو لاس پوري کړ، دجمعي په ورځ هم دهیواد په مختلفو ښارونو کي خلګو په مظاهرو لاس پوري کړ، چي مخلتفو ښارونو کي له پولیسو سره داخ اوډب په نتیجه کي ۲۳ لاریون کونکو ژوند له لاسه ورکړیدي، تیره ورځ دهیواد په پلازمینه دمشق کي هم دمرګ ژوبلي خبرورکړل شویدي، دلاریونونو له پیله بیا تراوسه پوري دا اول ځل دي چی دهیواد پلازمینه دمشق کي هم خلګ په مظاهرو لاس پوري کوي.
ددرعا له ښارڅخه هم خبرورکول شویدي، خبرزیاته وي چي دوژل شويو کسانو دښخولو په مراسمو کي په زرهاو کسانو ګډون کړي وه، ګډون کونکو دخپلواکي شعارونه ورکول دسوریی  دپخواني ولسمشر حافظ الاسد او اوسني ولسمشر بشارلاسد عکسونو ته یی اورونه واچول، وروسته له نژدي ودانیو څخه ورباندي ډزي وشوي اولاریون کونکي یی منتشرکړل، عیني شاهدان وایی مونږ ولیدل خلګو په امبولاسونو اوشخصي موټروکي ټپیان لیږدول، خو دمړو په اړوند خبرندي ورکول شوي.
له لسو زرو څخه زیاتو خلګو دوژل شوو کسانو دښخولو په مراسومو کي ګډون کړي وه، له یوه کس سره دبشارالاسد عکس ورسره وه کله چي یی دعکس په څیرولو پیل وکړ، دامنیتي چارواکو اودبعث دګوند دګارګرانو لخوا ورباندي ډزي وشوي اولاریون کونکو ته یی مرګ ژوبله واړوله. ددرعا ښار یو اوسیدونکي دټلیفون پرکرښه له فرانس پریس خبري اژانس سره په خبروکي وویل چي دوژل شوو کسانو دجنازي له لمانځه څخه وروسته جامع مسجد عمري ته څیرمه بی شماره خلګ راټول شوي ول شعارونه یی ورکول (یا شهیده زمونږ وینه او روح دي ستا قربان وي) له بلي خوا څخه دداعل له ښارڅخه هم ددرعا په لور بی شماره لاریون کونکي درارسیدو په حال کیدي، عیني شاهدان وایی مونږ وینو موټري په مظاهره چیانو ډکي را روانیدي دحکومت په خلاف شعارونه ورکوي دخپلواکي ناري وهي.
لدي سره سره چي دمشق کي ددولت پلویانو پرودانیو اوموټروباندي دبشارالاسد عکسونه ځوړند کړیدي،بیا هم دمظاهرو اولاریونونو خبرورکول شویدي، عیني شاهدان وایی چي پولیسو پرلاریون کونکو ډزي وکړي مظاهره کونکو ته یی مرګ ژوبله واړوله تیره ورځ دجمعي له لمانځه څخه وروسته ډیري لاریون کونکي ددمشق لارو اوکوڅوته راوتلي وه دحکومت په خلاف یی شعارونه ورکول، دښارپه مرکزکي دبني امیه له جامع څخه لاریون کونکي راووتل دحمیدیه بازار په لور روان وه ناري یی وهلی، زمونږ روح او وینه دي ستا قربان وي یا درعا، له بله لوري دښارپه مرکز کي دبشارالاسد پلویان هم لاروته راوتلي وه دحافظ الاسد او بشارالاسد عکسونه یی په لاسونوکي رپول دبشارالاسد په حق کي یی شعارونه ورکول.
دحکومت مخالفت کونکو دبشارالاسد د ورور اودجمهوري ګارډ قومندان ماهر الاسد او دبشارالاسد دخاله د زوی رامي مخلوف په خلاف هم شعارونه ورکول، دحمات په ولایت کي کوم چي په کال ۱۹۸۲ کی یی ددولت په خلاف بغاوت کړي وه، او وروسته دحکومت له لوري څخه سخت ځپل شوی وه، یو ځل بیا ددولت په خلاف له لاریون کونکو سره ملاتړ اعلان کړ.
اوهمدارنګه داسد دکورني له ټاټوبي الاذقیه څخه هم دحکومت په خلاف او پلوي کی مظاهري شویدي، ددولت دپلویانو اومخالفو ډلوترمنځ داخ اوډب خبر هم ورکول شویدي، دحلب له ښارڅخه هم خبرورکول شویدي چي خلګو ددرعا دښارله اوسیدونکو سره دخواخوږي پربنیاد په مظاهرو اولاریونونو لاس پوری کړیدي.دحمص له ښار څخه هم دمظاهرو خبرورکړل شویدي، شنونکي وایی چي سوریه کي ورځ په ورځ حالات خرابیږي، داسي مالومیږي چي دبشارالاسد واک له خطرسره مخ ده.
له بله لوري دسوريی حکومت داطلاعاتو اوکلتور وزارت ویاند خبرورکړيدي چي ځیني شرغوښتونکی راوتلي وه اوغوښته یی چي دعامو خلګو عادي ژوند له خنډه سره مخکي، نوموړي نړیوالي ادعاوي ردکړي، کوم چي ویل کیږي دسوریی حکومت دلاریون کونکو په خلاف له زور اوتشدد څخه کاراخیستي دي، نوموړي زیاته کړه ځیني لاریون کونکو سره وسلي لیدل شوی وي اودامنیتي مسئولینو په خلاف یی په ډزولاس پوري کړي وه، نو ځکه پولیسو دهغوي په خلاف عکس العمل ښودلي وه.
دسوريی داطلاعاتو وزیر زیاته کړه، وضعیت عادي حالت ته راګرځیدلی ده، او ویره اچونکي نیول شویدي.
بلال حسن داسپانیی له راډیو کادینا سیر) سره په خبروکي وویل ټوله سوریه کي امنیت تاءمین دي، دپیښي ترشا ویره اچونکو لاس درلود چي ځیني یی نیول شوي اوځیني نور یی پیژندل شویدي چي ډیر ژر به کورنیو اوبهرنیو رسنیو ده وروپیژندل شي.
نړیوال عکس العمل
امریکي، فرانسي اوبرطانیی پربشارالاسد باندي ږغ کړیدي چي دلاریون کونکو په وړاندي له زور اوزیاتي څخه ډډه وکړي، امریکي ولسمشر بارک اباما زیاته کړه مونږ دپرامنه لاریون کونکو په وړاندي دسوریی حکومت دناروا چلند سخت مخالفت کوو، او د سوریی کړني په سختو ټکوسره غندو. له بلي خوا دملګرملتونو سرمنشي بانکي مون هم له بشارالاسد سره ټلیفوني خبري کړیدي له نوموړي څخه یی غوښتي چي دلاریون کونکو په خلاف له صبراوزغم څخه کارواخلي.
دسوریی ګاونډي هیواد ترکیی هم له بشارالاسد څخه په حکومت کي دبیړنیو اصلاحاتو غوښتنه کړیده، دترکيی دبهرنیو چارو وزیر روښانه کړه چي سوریه دي نور وخت له لاسه نه ورکوي او ژر ترژره دي په نظام کي اصلاحات راولي، دترکیی نظر له هغه څخه وروسته راڅرګند شو کله چي تیره ورځ دسوریی حکومت دځیني سیاسي اوبنیادي اصلاحاتو خبرورکړي وه.چي دهغوي له جملي څخه ددولتي کارکونکو معاشونه زیاتول، دبیړنیو حالاتو ختمول اودسوریی دولس قانوي غوښتني پوره کول دي
بخت الرحمن بخت

—————–

نن ټکی آسیا: د سورې د مظاهرو په اړه یو څو ویډیوګاني:

{youtubejw}5BGGfcNkH80{/youtubejw}

{youtubejw}WLw5KdPA8-E{/youtubejw}

{youtubejw}SkThF89yOy0{/youtubejw}

{youtubejw}D1rC7MkLTwg{/youtubejw}

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د