افغانستان

بغلان: طالبان وايي د پلخمري ښار دريمه امنيتي حوزه يې نيولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د امنيتي ځواکونو په پوستو د طالبانو بريدونو کې لس تنه امنیتي سرتيري وژل شوي دي او طالبانو د پلخمري ښار دريمه امنيتي حوزه نيولې ده.

د بغلان د والي وياند عبدالحی نعمتي رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو تيره شپه د پلخمري ښار په دريمه ناحيه د دشت خواجه الون سيمه کې د پوليسو په دوو پوستو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې دغه مرګ ژوبله اړولې ده.

نعمتي وويل چې په دوو پوستو د بريدونو په نتيجه کې په يوه پوسته کې اووه تنه سرتيري وژل شوي او په بله کې درې تنه وژل شوي دي.

هغه وويل چې په ځوابي ډزو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شميرې په اړه يې څه ونه ويل.

بل لورته د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي کوي چې د بغلان د تيرې شپې بریدونو کې یې شل تنه امنيتي سرتيري وژلي دي.

مجاهد زياتوي چې په دې بريدونو کې يې د افغان ځواکونو دوه پوستې، درې موټر او يو شمير سپکه او درنه وسله هم نيولې ده.

د يادونې وړ ده چې د روان ميلادي کال په لومړۍ نېټه هم په يو بل شمالي ولايت سرپل کې د طالبانو په بریدونو کې ۴۳ تنو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور.ابشار

بسم الله الرحمن الرحیم.ان لله و ان الیه الرجعون.
الله ج د ټول قتل شوی کسان وبخشی،الله ج وارثانو ته د زړه صبر ورکړی.
ایا داسی څوک شته چه دا واضح کړی،چی دا قتل او قتول اسلام ته کومه ګټه لری؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x