روغتیا

د سر پخه او خارښ څنګه له منځه یوسئ؟

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۷ل): ویښتانو کې پخه یوه عامه خبره ده، خو ددې پایله د خارښ په بڼه راوځي، دا ستونزې یوازې د میرمنو لویو ویښتانو پورې تړلي نه دي بلکې بېلا بېلې شامپوګانو د نارینوو ویښتان هم له دغو ستونزو سره مخ کړي دي.

ددې لامل د ویښتانو ناپاکي یا د پوستکې ستونزې وي، خو د خلکو ترمنځ د سر خارښ یا پر اوږه د پخې پروتوالی د شرم لامل ګرځي.

ددې ستونزې څخه د خلاصون لپاره له دغو لارو کار واخلئ!

د مڼې سرکه

د مڼې سرکه د سر پخې له منځه وړلو لپاره د حل غوره لاره ده، ځکه چې په دې کې موجود تیزابیت داسې بدلون راولي چې په سر کې د پخې رامنځته کېدل ستونزمن کیږي.

ددې لپاره د مڼې سرکه د یوې کاشوغې څلورمه برخه د یو ګیلاس په څلورمه برخه اوبو کې ګډه کړئ او بیا یې د سپری بوتل کې واچوئ او پر ویښتانو یې سپر کړئ، بیا خپل سر په جان پاک کې د ۱۵ څخه تر یو ساعت پورې پټ کړئ، او بیا خپل سر پریمنځئ، دغه کار هره اوونئ دوه واره تکرار کړئ د سر پخه او خارښ به مو له منځه ولاړ شي.

د کوپرې/ناریل تېل

د کوپرې تېلو په واسطه د سر پخه له منځه وړل مجربه نسخه ده، له لامبا وړاندې ۳ څخه تر ۵ کاشوغو پورې د کوپرې تیل سره خپل سر غوړ او ښه مالش ورکړئ، یو ساعت لپاره انتظار وکړئ او له هغې وروسته خپل سر په شامپو پریمنځئ، د لا غوره نتیجې ورکولو لپاره د ناریل شامپو استعمال کړئ.

شات

شات شفا لرونکي خواړه دي، د سر پخې او خارښ له منځه وړلو لپاره هم غوره ثابتیږي، ددې لپاره په لسو کې ۹ برخې شات او یوه برخه ګرمې اوبه ګډې کړئ، ويښتان مو پریمنځئ او بیا یې په دغه جوړ شویو شاتو تر ۳ منټو مالش کړئ، تر درې ساعت انتظار وروسته مو ویښتان پریمنځئ، سر کې به مو د پخې نوم لا ختم شي.

زیتون تېل

پر زیتون تېلو د ویښتانو پخه له منځه وړلو نسخه د پيړیو راهیسې استعمالیږي، د زیتون تېلو لس قطرې په سر واچوئ او ښه یې مالش کړئ، بیا سر په یوه ګرمه خولئ او یا سادر کې پټ کړئ، سهار له پاڅېدو وروسته مو ویښتان پریمنځئ، که ژر نتیجه غواړئ داسې تیل استعمال کړئ چې د زیتون تېل په کې شامل وي.

مالش

ویښتان مالش کول مو عادت جوړ کړئ، په دې سره مو د سر وینې چټکتیا زیاتیږي چې ورسره د پوستکي حجرې پرانیستل کیږي، د ویښتانو بیخونه ورسره په حرکت راځي او د سر هر ډوله ستونزې له منځه وړي.

لیمو

لیمو هم د پخې له منځه وړلو غوره لار ده، په دوه کاشوغو د لیمو جوس سره مو سر مالش کړئ، بیا یوه کاشوغه د لیمو جوس یوه پياله اوبو کې ګډ کړئ بیا یې پر سر واچوئ، دغه کار تر هغې چې د سر څخه مو پخه ختمه نه وي استعمال کړئ، په لیمو کې موجود تیزابیت د سر هایدروکن کچه برابره ساتي چې ورسره پخه له منځه ځي.

ورزش

فزیکي تمرین، ورزش یا لوبې کول چې ورسره بدن په حرکت کې وي، ستړی شي، بدن ته اکسیجن په سمه توګه ورشي او د وینې چټکتیا یې زیاته شي، د وینې جریان ښه کېدلو سره د سر پخې، خارښ او نوور ناروغیو مخه نېول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x