افغانستانخبرونه

پاکستان ته د افغانانو په ازاد تګ یو شمیر نوي محدودیتونه وضع شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان حکومت دې هیواد ته په تلونکو افغانانو یو شمیر نوي محدودیتونه وضع کړي، چې له امله یې اوس افغانان نشي کولای پاکستان ته د پخوا په څېر ازاد تګ راتګ وکړي.

د پاکستان د کډوالو چارو رئیس عصمت الله جنېجو وايي «نور افغانانو ته په هوایي ډګر او سرحدي نقطو کې د ویزې وخت نه تمدیدیږي، هغوی که غواړي پاکستان ته سفر وکړي اړینه ده چې د پاکستان په سفارت کې د خپلې وېزې وخت وغځوي».

د نوموړي په وینا؛ که چېرې کوم افغان تبعه پاکستان ته ننوزي دا به ورته اړینه وي چې خپل ټول معلومات د سیمې د پولیسو قوماندانۍ ته ولیږي او له هغوی څخه په یاده سیمه کې د اوسیدلو قانوني جواز تر لاسه کړي.

عصمت الله جنجو زیاتوي چې، دا محدودیتونه یې د یو شمېر امنیتي ملحوظاتو له امله دې هیواد ته په راتلونکو افغانانو باندې لګولي.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې افغانانو کولای شوای پاکستان ته تر داخلیدلو وروسته خپله ویزه تر شپږو میاشتو پورې ددې هیواد په سرحد کې تمدید کړي خو د پاکستاني چارواکو په وینا، له دې وروسته به د ویزې د تمدید چارې د پاکستان په سفارت کې ترسره کېږي.

پاکستان داسې مهال دې هیواد ته په ورتلونکو افغانانو محدودیتونه وضع کوي چې څه موده وړاندې ددې هیواد لومړي وزیر «عمران خان» وعده کړې چې په پاکستان کې زیږیدلو افغان ماشومانو ته به پاکستانی تابعیت ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x