افغانستانخبرونه

د ولسي جرګې ټاکنې: د بغلان ولایت لومړنۍ پایلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۷ل):  د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د بغلان ولایت لپاره د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د دې کمیسیون له لوري د خپاره شوي لست په اساس له بغلان ولایت څخه اته کسانو ولسي جرګې ته لاره موندلې ده چې له منخه یې تر ټولو زیاتې رایې «۸۷۳۸» اسدالله شهباز او تر ټولو کمې رایې «۲۷۷۵» نوریه حمیدي وړي.

په بریالیو کسانو کې «الحاج اسدالله شهباز، عظیم محسني، عتیق رامین، الحاج  مامور احمدزی، ډاکټر محمد نسیم مدبر، الحاج عبدالرزاق هاشمي، شکریه عیسی خیل او نوریه حمیدي شامل دي».

یاده دې وي چې تر اوسه د ټاکنو خپلواک کمیسیون لا هم ندی توانیدلی څو د ټولو ولایتونو بشپړې پایلې اعلان کړې له دې سره سره د ځینو ولایتونو لومړنی پایلې که څه هم اعلان شوې دي خو زیاتره ناکام نوماندان یې نه مني او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په پراخ فساد او تقلب تورنوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x