نړۍ

شمالي وزيرستان ته په تګ راتګ لګېدلي بنديزونه پورته شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان له لوري د قبايلو له ختمولو او پوځي عملياتو له پای ته رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره شمالي وزيرستان ته په ورتلو هر ډول بندیزونه پورته شوي او اوس هر پاکستانی د پخوا په څېر سختيو ګاللو او د امنيتي پوستو په اوږدو کتارونو کې له درېدو پرته د شمالي وزيرستان هرې سيمې ته تللی شي.

د شمالي وزيرستان ځايي چارواکي وايي، چې په سيمه کې امنيتي پوستې او محدوديتونه له منځه وړل شوي او اوس د شمالي وزيرستان د اوسېدونکو په ګډون هر پاکستانی د شناختي کارډ په ښکاره کولو وزيرستان ته په اسانۍ سفر کولی شي.

تر دې وړاندې د شمالي وزيرستان په داخلي او بهرنيو لارو پنځه سترې امنيتي پوستې وې، هر څوک چې شمالي وزيرستان ته تلل، نو بايد له پوځيانو يې  مخکې له مخکې ځانګړی کارډ اخيستی وای او له ټينګو امنيتي تالاشيو وروسته هلته تللی شو، خو حکومت اوس دغه بنديزونه لرې کړي دي او هر څوک له اجازې  اخيستو پرته شمالي وزيرستان ته سفر کولی شي.

د شمالي وزيرستان اوسېدونکو تر دې وړاندې څو څو ځله رسنيو ته شکايتونه کړي وو، چې پوځيان د پښتنو د کلتور خلاف له دوی سره ناوړه چلند کوي، مېرمنې يې تالاشي کوي او شناختي کارډونو پرته يې خپلو کليو ته نږدې هم له ا منيتي پوستو تېرېدو ته نه پرېږدي، خو اوس، چې  حکومت د خلکو په تګ راتګ لږېدلي محدوديتونه پورته کړي، د سيمې خلک خوښي احساسوي.

ځايي چارواکي  وايي، چې له نوې  پرېکړې سره به د شمالي وزيرستان د اوسېدونکو د خوښۍ سربېره پانګوال هم سيمې ته د سرمايه ګزاري لپاره راشي او په شمالي وزيرستان کې  به يو ځل بيا سوداګريزې چارې پر مخ ولاړې شي.

په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان پوځ شمالي وزيرستان کې د «ضرب عضب» په نوم عمليات پيل کړل، چې د سيمې نږدې لس لکه کسان يې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل او دغه خلک د بنو، ډېره اسماعيل، پېښور او شاوخوا نورو سيمو کې د اوسېدو لپاره اړ شول، خو کله، چې بېرته خپلو  کورونو ستانه شول، د پوځي عملياتو له امله د سيمې ټوله نقشه کې بدلون راغلی و او د ډېرو خلکو کورونه او مارکيټونه ويجاړ شوي وو.

د  پاکستان حکومت شمالي  وزيرستان کې د ګرځېدو او تګ راتګ په اړه په داسې حال کې اسانتياوې رامنځته کړي، چې د منظور پښتين په مشرۍ د پښتنو ژغورنې غورځنګ د خپلو جلسو او لاريونونو پر مهال دا ويل، چې پوځيان وزيرستان کې د سختو تالاشيو پر مهال له سپين ږيرو، ځوانانو او مېرمنو سره ناوړه چلند کوي او له حکومته يې  غوښتي وو، چې دغه پوستې له منځه يوسي او خلکو سره ښه چلند وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x