نړۍ

سعودي: لويه څارنوالۍ د خاشقجي په قضيه کې د پنځو تورنو د اعدام غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان لويې څارنوالۍ ويلي، چې د جمال خاشقجي د قتل په قضيه کې د يوولسو تورنو کسانو له جملې  څخه بايد پنځه تنه يې اعدام شی.

له لويې څارنوالۍ په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې  د خاشقجي د قتل په جرم يوولس کسان بنديان دي، خو ياد پنځه کسان عملا د خاشقي په قتل کې شريک دي او څارنوالۍ په دې اړه د نورو څېړنو ژمنه هم کړې ده.

څارنوالۍ د پنځو تورنو نومونه نه دي خپاره کړي.

د سعودي لويه څارنوالي وايي، چې د خاشقجي د قتل په قضيه کې يې د کره دلايلو او قراينو ترلاسه کولو په موخه د ترکيې لویې څارنوالۍ ته دوه يادښتونه لېږلي، خو ترکيې لا هم دوی ته ځواب نه دی ورکړی او د سعودي  لويه څارنوالي د ترکيې  ځواب ته په تمه ده.

د سعودي  لوی څارنوال سعود المعجب د تېر  کال اکتوبر مياشت کې د خاشقجي د قتل په قضيه کې ترکيې ته تللی و او هلته يې د سعودي قونسلګري څخه هم ليدنه کړې وه، چېرته چې جمال خاشقجي وژل شوی و.

ترکيې ته د سعودي د لوی  څارنوال له سفر وروسته ترکي چارواکو له دغه سفره ناخوښي  ښودلې وه او رسنيو ته يې ويلي و، چې د سعودي لوی څارنوال د خاشقجي د قضيې  په اړه له ترکي څېړونکو سره د معلوماتو په تبادله کې  مرسته نه ده کړې او نه يې هم په دې اړه د ترکيې د لويې څارنوالۍ  پوښتنو ته ځواب ویلی دی.

ترکيه له اوږدې مودې راهيسې ټينګار کوي، چې د خاشقي په قضیه کې تورن کسان بايد دوی ته وسپارل شي، تر څو د پېښې په اړه ترې بشپړې څېړنې وکړي، خو سعودي انکار  کوي او ژمنه يې کړې، چې دغه قضيه به دوی په خپله څاري او مجرمين به د محکمې له پرېکړې سره سم محاکمه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ما به پخوا د دجال په اړه فکر کولو چه دا خلک به د دومره دجالی نښو نښانو سره سره بیا هم دجال ته په خدایی څرنګه قایل کیږی ، مګر د هر کال په تیریدو دجالی نښی نښانی دومره زیاتی او علنی شوی چه دجال ته یی د خدایی ویلو پوښتنی اتومات ځواب کړی . د دجال له راتګ دمخه دجالی سیستم چه مونږ پکی یو ، رامنځته کیږی دجال بیا هغه بارانونو کولو او نه کولو یا د مړو ژوندی کولو ته هم اړه نه لری همدغه ډالر ددجال مړی ژوندی کول او مړه کول یا بارانونه کول… نور لوستل »

غمی،پښتین

محترم بیانزی صاحب.
زموږ د کلی ملا د دجال په باره کی یوه ورځ داسی وویل.دجال به راووځو پیسی به ویشی او خلک به روسته ورپسی تیښتی تییښتی تیښتی تر څو یی خپل ښار (لندن)ته ورسوی،
هلته به کورونه ورکړی او مفتی پیسی (سوسیال)به هم ورکوی،
دجال ظهور کړی دی،همدا یی علایم دی،

سیلاب

پشتین صاحب ! مونږ ستاسی او د بیانزی صاحب تبصری ولوستلی د هغه تبصره مسلمانانو ته په خاص او مظلوم بشریت ته په عام ډول یوه توصیه یا یوه پيژندنه وه. مګر ستاسی تبصره داسی معلومیږی چه دجال به یواځی لندن یا واشنګټن کی وی ، داسی معلومیږی جه تاسی درواغ لیکلی ستاسی ملا تاسی ته دغه ګډی وډی نه دی ویلی دا ستاسی د ګیډی محصول دی ، دجال له مدینی او مکی معظمی غیره ټولی نړی ته رسیږی یو دجال او بل دجالی سیستم دی دجالی سیستم تر دجال دمخه ټولی نړی ته رسیدلی افغانستان یی هم اشغال… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x