
سيسي: له اسرائيلو سره ښې اړيکې لرو او په ګډه د ترهګرۍ ضد جګړه کوو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي ويلي، چې هېواد يې له اسرائيلو سره ښې اړيکې لري او په ګډه د ترهګرۍ خلاف جګړه کوي.
سيسي د امريکا سي بي ايس ټلويزون «شپېته دقيقې» پروګرام کې د مرکې پر مهال وويل، چې مصري پوځيان له اسرائيلو سره په ګډه په سينا سیمه کې د ترهګرو پر ضد جګړه کوي.
هغه ټينګار کړی، چې د مصر او اسرائيلو اړيکې له پخوا قوي دي او دواړه هېوادونه په ګڼو برخو کې په ګډه کار کوي.
مصر کې د سياسي بنديانو د پوښتنې په اړه سيسي د سياسي بنديانو له شتون څخه چورلټ انکار وکړ او زياته يې کړه «زه نه پوهېږم، چې د بشري حقونو نړيوالې ټولنې د شپېتو زرو سياسي بنديانو لیست له کوم ځایه برابر کړی دی؟»
بل پلو سي ابي ایس ټلويزون ويلي، چې په واشنګټن کې د مصر سفير له دوی غوښتي، چې ولسمشر سيسي مرکه خپره نه کړي، خو سي بي ايس د مصري سفير غوښتنه رد کړې او ټينګار يې کړی، چې د راتلونکې يکشنبې په ورځ به د عبدالفتاح سيسي بشپړه مرکه خپره کړي.
سي بي ايس ټلويزون وايي، چې د مصر ولسمشر سره يې په ګڼو موضوعاتو خبرې کړي او تر ټولو مهم يې په مصر کې د زرګونو سياسي بنديانو خبره ده.
په لاريونونو کې او مظاهرو کې د شاوخوا زرو کسانو د وژل کېدو په اړه سيسي ادعا کړې، چې د اخوان المسلمين زرګونه کسان له وسلو سره ميدان ته راوتلي وو او دوی ورسره هره سوله ييزه لاره کارولې، خو نه دي بريالي شوي او بالاخره يې پوځيان د زور کارولو ته مجبور کړي دي.
که تاسی د السیسی یهودی بیوګرافی ولولی، یهودانو د مصر د خپلولو د پاره د السیسی مور لمړی مراکش ته واستوله او هلته یی په درواغو اسلام قبول کړو چه شهرت یی زیات شی ، له مراکش څخه یی مصر ته هغه یهودی میرمن راوستله، او د پیسو په زور یی ورله د مصر شهریت ترلاسه او السیسی یی د ډالرو په زور د مصر په نظامی پوهنتون کی داخل کړو طبیعی ده چه د یهودی السیسی ښه نظامی او سیاسی روزنه یی هم په نظر کی نیولی وه یعنی هغه یی د دی جوګه کړو چه څه په پوهه… نور لوستل »