سيسي: له اسرائيلو سره ښې اړيکې لرو او په ګډه د ترهګرۍ ضد جګړه کوو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د مصر ولسمشر  عبدالفتاح  السيسي ويلي، چې هېواد يې له اسرائيلو سره ښې  اړيکې لري او  په ګډه د ترهګرۍ خلاف جګړه کوي.

سيسي د امريکا سي بي ايس ټلويزون «شپېته دقيقې» پروګرام کې د مرکې پر مهال وويل، چې مصري  پوځيان له اسرائيلو سره په ګډه په سينا سیمه کې د ترهګرو پر ضد جګړه  کوي.

هغه ټينګار کړی، چې د مصر او اسرائيلو اړيکې له پخوا قوي دي او دواړه هېوادونه په ګڼو برخو کې په ګډه کار کوي.

مصر کې د سياسي بنديانو د پوښتنې  په اړه سيسي د سياسي بنديانو له شتون څخه چورلټ انکار وکړ او زياته يې کړه «زه نه پوهېږم، چې د بشري حقونو نړيوالې ټولنې د شپېتو زرو سياسي  بنديانو لیست له کوم ځایه برابر کړی دی؟»

بل پلو سي ابي ایس ټلويزون ويلي، چې په واشنګټن کې د مصر سفير له دوی غوښتي، چې  ولسمشر سيسي مرکه خپره نه  کړي، خو سي بي ايس د مصري سفير غوښتنه رد کړې او ټينګار يې کړی، چې د راتلونکې يکشنبې په ورځ به د عبدالفتاح سيسي بشپړه مرکه خپره کړي.

سي بي ايس ټلويزون وايي، چې د مصر ولسمشر سره يې  په ګڼو موضوعاتو خبرې کړي او تر ټولو مهم يې  په مصر کې د زرګونو سياسي بنديانو خبره ده.

په لاريونونو کې او مظاهرو کې د شاوخوا زرو کسانو د وژل کېدو په اړه سيسي ادعا کړې، چې د اخوان المسلمين زرګونه کسان له وسلو سره ميدان ته راوتلي وو او دوی  ورسره هره سوله‌ ييزه لاره کارولې، خو نه دي  بريالي شوي او بالاخره يې پوځيان د زور کارولو ته مجبور کړي دي.

تبصرې (1)

  • که تاسی د السیسی یهودی بیوګرافی ولولی، یهودانو د مصر د خپلولو د پاره د السیسی مور لمړی مراکش ته واستوله او هلته یی په درواغو اسلام قبول کړو چه شهرت یی زیات شی ، له مراکش څخه یی مصر ته هغه یهودی میرمن راوستله، او د پیسو په زور یی ورله د مصر شهریت ترلاسه او السیسی یی د ډالرو په زور د مصر په نظامی پوهنتون کی داخل کړو طبیعی ده چه د یهودی السیسی ښه نظامی او سیاسی روزنه یی هم په نظر کی نیولی وه یعنی هغه یی د دی جوګه کړو چه څه په پوهه او څه په مداحی د مرسی په حکومت کی د دفاع وزیر وټاکل شو او بیا یی د سعودی ، امریکا او اسراییلو په څو پیلونو دالرو د مصر فوځی جنرالان په بیه رانیول او کودتا یی وکړه .
    له هغه وروسته هغه ټول اخوانیان د مرسی په ګډون له تیغه تیر او تیریو دا چه له ۶۰ زرو بندیانو یی انکار کړی دا معنی چه هغوی شهیدان شوی او حتی هغه چه د مصر او اسراییلو د استخباراتو ه خوا به مرموزو مرګونو وژلی او وژنی یعنی په نوم د اسراییلو او امریکا مخالف مسلمان ژوندی نه بریږدی دا چه په سینا کی ورته د اخوانیانو کوم مقاومت جوړ شوی او د الله چ نصرت ورسره ملګری نو السیسی هم له خپل خدای یعنی ( امریکا او اسراییلو ) نصرت غواړی