راشد خان: استرالیا کې د بیګ باش لیګ تر پایه پاتې کیږم

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د اډلیډ سټرایکرز غوره او مهم سوکه لیګ توپ اچونکي راشد خان د رسنیو پرمخ څرګنده کړه چې نور هر څه شاته پریږدي او په استرالیا کې د بیګ باش لیګ تر پایه د پاتې کېدو اراده لري.

څو ورځې وړاندې د ګوګلي ماسټر راشد خان پلار د پيښور ښار په حیات اباد سیمه کې د ورپيښې ناروغۍ له کبله په حق ورسید او په هم هاغه سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

راشد خان د پلار جنازې یا د هغه فاتحې ته سفر ونشو کړای خو د هغه د مړینې څخه څو شیبې وروسته یې په سیالۍ کې برخه واخیسته، په دغه سیالۍ کې د نوموړي پرمخ د غم څپه خپره وه او د نور وخت په پرتله یې زیاتې «۳۴» منډې هم ورکړې، نوموړي سره د غمشریکۍ په پار یې هم ټیمي لوبغاړو پر مټ تورې پټۍ تړلې وې.

د راشد خان د وینا سره سم چې نوموړي ته د کورنۍ، ملي هم ټيمي محمد نبي، د سټرایکرز لوبغاړو او د «اډلیډ خلکو/مینوالو» لخوا ډاډ ورکړل شو تر څو پلار او مور ته د افتخار ورکولو په پار په سیالۍ کې برخه واخلي.

د نوموړي په وینا د پلار مړینه یې د ژوند یو له سختو شیبو څخه وه، «خو دا ژوند دی، دا پېښې حقیقت لري، هغه زما سره ډیر زیار وویست، که څه هم هغه په کرېکټ نه پوهېده خو زما په کامیابۍ به هر وخت خوشاله و».

له تېرې ورځې لوبې څخه وروسته چې د محمد نبي لوبډلې پر وړاندې يې درلوده راشد خان وویل چې د بیګ باش سیالیو تر پایه به لوبیږي، خو که وخت یې وموند د پلار ځانګړې فاتحې اخیستلو لپاره به افغانستان ته راستون شي.

په استرالیا کې د افغان اوسیدونکو لخوا تېره شپه راشد خان ته د هغه د مرحوم پلار فاتحه واخیستل شوه چې په کې د راشد خان سره محمد نبي هم موجود و.

Image may contain: 2 people, people sitting and indoor

باید وویل شي چې د راشد خان کورنۍ اوسمهال په پيښور ښار حیات اباد سیمه کې ژوند کوي، د نوموړي پلار تداوي هم د پيښور په ځايي روغتون کې ترسره کېده، چې بالاخره یې پلار په همدغه سیمه کې وفات او همدغلته خاورو ته وسپارل شو.

د تېرې اوږدې مودې راهیسې راشد خان پاکستان ته سفر نه دی کړی، د افغانستان او پاکستان خراب سیاسي وضعیت له کبله پر لوبغاړو پاکستان ته د تګ راتګ بندیز لګېدلی چې په پای کې راشد خان ونشو کړای د خپل پلار جنازې یا فاتحې اخیستلو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

د اډلیډ سټرایکرز د راپور سره سم به راشد خان په ۱۳ جنوري د سډني تنډر لوبډلې سره له سیالۍ وروسته د ۸ ورځو وقفې په منځ کې شاید هېواد ته چټک سفر ولري، خو د نوموړي په وینا نه غواړي هیڅ یوه لوبه پریږدي.

۲۰ کلن راشد خان د بنګلدیش غوره لیګ په اړه وویل چې په راتلونکې کې د شل اوریزو جام چې په ۲۰۲۰م کال په استرالیا کې ترسره کیږي- ته په کتلو یې د بي پي ایل غوښتنه رد کړه او په استرالیا کې یې سیالۍ کول غوره کړل.

نوموړي زیاته کړه چې «مونږ هر وخت په اسیايي هېوادونو کې سیالۍ ترسره کوو او په استرالیا هېواد کې سیالۍ راته چیلنجي او سختې وي، بیګ باش به زما، نبي او مجیب لپاره یو شمېر ګټې ولري او د شل اوریزو سیالیو ترسره کولو کې به مرسته وکړي».

یاده دې وي چې راشد خان په تېره ورځ لوبه کې د محمد نبي لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې ۲۱ منډې د ۲ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته په یوازې ۷ توپونو جوړې کړې، او د ۱۸ منډو په بدل کې یې یوه ویکټه واخیستله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د