افغانستان

کابل: د اورلګېدنې له امله ديرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتې 

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار نهمې حوزې اړوند عبدالحق څلور لارې ته څېرمه تيره شپه د اور لګېدو له امله ۳ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت مسؤلین وايي چې دا پيښه تيره شپه شاوخوا ۱۱ بجې عبدالحق څلور لارې ته څېرمه کابل ټاور کې رامنځته شوه.

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر وحيدالله مايایر وويل چې په دغه پيښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان خو د شپږو ټپيانو روغتيايي وضعيت يې د انديښنې وړ وبللو.

د پيښې عيني شاهدانو پژواک خبري اژانس ته ويلي دي چې لومړی په کابل ټاور کې چاودنه رامنځته شوه او له هغې وروسته اور ولګید.

د عيني شاهد په وينا چې اور ډېر تيز و چې له امله يې لسګونه دوکانونه او د کابل ټاور څو پوړونه سوځېدلي دي او ددې ترڅنګ په کابل ټاور کې میشتو کورنيو ته هم ډېر زيان اوښتی دی.

تر اوسه په دې اړه د کورنيو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x