
د ننګرهار ښار په يو مارکېټ کې اور لګېدلی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د بزازۍ کوڅې ته څېرمه په يو مارکېټ کې اورلګېدلی دی.
اور له تېرو دوو ساعتونو راهیسې د چپلکو کوڅې په نور عمر مارکېټ کې لګيدلی دی.
د اور وژنې عمله يې په مړه کولو بوخته ده خو تر اوسه يې اور نه دی قابو کړی.
ويل کيږي د مارکېټ دننه څو تنه بند پاتې دي خو د راويستلو هڅې يې روانې دي.
تر اوسه د مالي او ځاني زیان په اړه څه نه دي ويل شوي.
د يادونې وړ ده چې تيره شپه د کابل ښارعبدالحق څلور لارې ته څېرمه په کابل ټاور کې هم اور لګېدلی و چې له امله يې درې تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.