افغانستان

کابل کې د لوګر د ټاکنو کميسيون اداري مدير وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کابل ولایت په بګراميو ولسوالۍ کې تير ماښام د لوګر ولایت د ټاکنو کميسيون مالي او اداري مدير وژل شوی دی.

د بګراميو امنيتي چارواکي وايي چې د لوګر ولايت د ټاکنو کميسيون مالي او اداري مدير اسدالله طاهري تير ماښام ددې ولسوالۍ په ولايتيو سيمه کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

اسدالله طاهري له تيرو لسو کلونو راهيسې د لوګر د ټاکنو کميسيون کې دنده ترسره کوله.

تر اوسه د اسدالله طاهري د وژنې مسؤليت چا نه دی منلی.

د يادونې وړ ده چې تيره مياشت د ټاکنو خپلواک کمیسيون له لوري د لوګر ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې خو له هغې وروسته ناکامو نوماندانو په يوه اعتراضيه غونډه کې د ټاکنو د پايلو د نه منلو خبر ورکړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مختار

اسد الله طاهری صاحب دیر شه سری وو
الله دی وبخی جنت الفردوس په نصیب کری.

مجاهد

مختار صاحب ! تر اوسه یی طالبانو مسولیت په غاړه نه دی اخستی که د طالبانو مخالف هم وی طالبان هر خس او خاشاک نه وژنی یواځی هغوی وژنی چه د طالبانو او یا مظلوم اولس د وژلو او بی عزته کولو هڅی ولری د تش په نامه ټاکنو کمیسون او هغه هم دمالی مسول وژنه د وخت ضیاع به وګڼی . مګر د کابل اداری هر هغه غړی چه د یو څه مشری ورته سپارل کیږی د لوړپوړو غلامانو سره په اړیکو ورسپارل کیږی ښه سړی ورته مه وایاست هو که ستاسی سره د خپلولی کومه رشته لری او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x