د هبة الله منتقم دوه غزلونه

هبة الله منتقم

ولس مو څه چې د وطن مو دښتې غرونه ژاړي
سېلاب د وینو دی روان دلته سیندونه ژاړي

زمونږه کلي ته راوړي شپه او سحر جنازې
دی لوی ماتم ورسره کلي او کورونه ژاړي

مظلوم وطن کې مو څه لوی ظلم وحشت روان دی
زخمي زخمي دي اخ په وینو رنګ ګلونه ژاړي

شهیده زه به دې نو څنګه هېرومه قربان
دا ستا په غم کې مدرسه او کتابونه ژاړي

سپینې کوترې به په سیل ورته مدام راتللې
خزان راغلی اوس هغه دنګ چنارونه ژاړي

زړونه مو ژاړي د زړه سره هیروی دې نشم
نن تنهایي ده خاموشي ده محفلونه ژاړي

ستا غم کې اوښکې تویوم هبة الله منتقم
چې دې حال لیکم هاقلم هغه شعرونه ژاړي

آزادی

درته ټول سترګې په لاریو آزادۍ
له ډېر وخت په انتظار یو آزادۍ

څه ځواني ستاپه آرمان خاورو ته لاړې
انقلاب دی خوار و ځار یو آزادۍ

په وطن مو څه سپېره خزان راغلی
په سرو وینو کې سېنګار یو آزادۍ

خوب مو نه وي د وحشي دښمن له لاسه
ټوله شپه دلته بیدار یو آزادۍ

طیارې ګرځي چاپې وي او بمبار وي
یو غمجن ډېر ناکرار یو آزادۍ

منتقم هبة الله په زړه زخمي یم
آرمانجن د سپین سهار یو آزادۍ

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

الله ﷻ دې زمونږ په وطن کې سوکالي عدالت او تلپاته سوله قايمه کړي.