دیني، سیرت او تاریخ

کوم څیز د سړي په ځوانښت، جوړښت او قوت کې مرسته کوي؟

ژباړه او زیاتونه: م. حمد الله دانشمند

کیسه کا:

یو واکمن امیر و، له هغه سره یو زیرک حکیم دنده تر سره کوله. یاد امیر غوښتل، چې تل ځوان او قوي پاتې شي، له بوډاتوب نه بچ شي؛ نو یې له یاد حکیم نه وغوښتل، چې ماته همداسې درمل ومومه، دا مې در سره پخه ژمنه ده، چې هر څه وغواړې؛ نو هرو مرو به یې درکړم. هغه سمدستې له ښار نه د یادو درملو د لټون په موخه ووت، په کلیو، بانډو او ښارونو کې یې لټون پیل کړ. له هر چانه پوښتنه کوي، چې د داسې درملو په لټه کې یم، چې عمر اوږدوي او خوړونکی یې د ځوانۍ له مرحلې نه، نه وځي.

ډېر کلونه یې په ډېرو سیمو کې په همدې لټون کې تېر کړل؛ خو په موندلو یې بریالی نشو. یوه ورځ په یوه کلي تېرېدی، له چانه یې پوښتنه وکړه، چې که داسې بوټی، خواړه یا درمل راته وښیې چې د انسان عمر زیاتوي او ځواني ور بښي. هغوی ورته کړه: کلي ته څېرمه، د غره په لوړه برخه کې دوه وروڼه ژوند کوي، هغوی ته ورشه، کېدای شې، چې غوښتنه دي تر سره شي.

نوموړی (حکیم) د غره پر لور موخه کړه، ورته په نښه شوی ځای یې وموند، تر لمر پرېوتو لږ وړاندې هغلته ورسېد. لومړی یوه وړه کوټه مخې ته ورغله، چې کورنې توکې تیت او پرک ورته پراته وو، د دروازې مخې ته یې یو بوډا وګړی ناست و، چې څېره یې بایللې هډونه یې زبېښلي وو. سلام یې ورته وکړ. هغه سلام ور ځواب کړ، ورته یې کړه: غواړم نن له تا سره د میلمه په توګه شپه تېره کړم. وړاندې له دې چې هغه ځواب ورکړي، د کوټې له دننه یې مېرمنې ورته را غږ کړ، ورته یې کړه: له مونږ سره د میلمانه ځای نشته، چېرته بل ځای ولټوه. بوډا، میلمه د سر په خوځولو او معذرت رخصت کړ.

حکیم د یوې بلې کوټې پر لور موخه کړه، یوه ښکلې کوټه یې تر سترګو شوه. صفایي، رنګا رنګ ګلونو، او ښایسته نقش نګار یې ښکلاه یو په دوه کړې وه. د مرغانو او بلبلانو ځوږ یې خورا موزون او زړه را ښکونکی و. شنو بوټو یې روح ته سکون ور باښه. نا ببره یې سترګې پر یو ښکلي ځوان ولګېدې، چې ورین تندی او ځلانده څېره یې درلوده. پاکې او صفا جامې یې پر تن وې. په مسکا څېره یې “ښه راغلاست” ورته وویل. په لوړ اواز یې مېرمنې ته کړه: نن مو میلمه په برخه شوی! هغې یې تر مېړه په زیاته مینه او مېړانه توود هرکلی وکړ.

شپه تېره شوه، د کور څښتن ترې وپوښتل: اوس دلته د راتلو هدف او مطلب راته په ګوته کړه. هغه ورته ویل: ته ولي داسې ځوان او روغ رمټ یې، تر تا مشر ورور بېځواکه، زبېښلی او ناروغه ښکارې؟ هغه وخندل، ورته یې ویل: ته تېروتی یې، هغه له مانه کشر، زه شاوخوا ۲۰ کاله ترې مشر یم. نوموړی (حکیم) نور هم و هڅېد تر څو د هغه له خولې نه، د هغه د روغ او ځوان پاتې کېدو لامل وپوښتي. له هغه نه یې یاد راز وپوښتل او ور سره یې ژمنه وکړه، چې د داسې لامل د ښوولو په بدل کې به هرو مرو یو ستره جائزه او سوغات ورکوي. د کور څښتن ورسره ژمنه وکړه، چې له غرمنۍ خوړلو وروسته به یې درته ښیم.

غرمه یې ورته ډېر خوندور خواړه تیار کړي ول. دواړه تر یوه سایه داره درخته لاندې – چې د یوې شېلې پر غاړه ولاړه وه – کېناستو. کور وال خپلې مېرمنې ته کړه: ورشه لاندې په باغ کې یوه هندواڼه را وشکوه. هغه ولاړه لږ ځنډ وروسته یې هندواڼه راوړه، هغۀ له کتو وروسته ور غبرګه کړه: نه، دا یوسه، اې نیازمینې! ورشه بله یوه راوړه. هغه ولاړه، بیا له هندواڼې سره راغله. غرض دا، چې څلور ځله غبرګه، راغبرګه شوه؛ خو بیایې هم خپل مېړه ته ترخه وینا و نکړه، بلکې هر ځل به یې ورته ویل: “په سترګو، ورځم.” هندواڼه یې کاټ کړه، ویې خوړه. حکیم ور غبرګه کړه، چې اوس هغه بوټی، ګیاه یا خواړه راته وښیه، چې سړی ځواکمن او ځوان ساتي.

د کور څښتن ورته کړه: زه بوټو او خوړو ځواکمن او ځوان نه یم ساتلی، بلکې په پت او عفت سینګارې، لوراندې او مینه ناکې مېرمنې را سره مرسته کړې، چې همداسې واوسم او داسې پاتې شم. له کله مې چې د ژوند ملګرې شوې، له مینې، الفت او احترام نه پرته ترخه خاطره ترې نلرم. اې حکیمه! ایا پوهېږې، چې زما په باغ کې بله هندواڼه نه وه، هغه درې ۳ ځله ور شېوه شوه، هر ځل به یې هغه یوه هندواڼه راوړه؛ خو بیا هم یې زما اعتبار او مقام ته ستا په مخکې زیان وانه ړاوه. نه یې کومه ترخه او ناتراشه خبره را غبرګه کړه.

حکیم وپتېیله، چې هرو مرو له پت، عفت، دیانت او امانت پالنې نه برخمنه مېرمن د مېړه په ژوند ژور اغېز پرېباسې. د هغې مینه، وفا، خوش طبعي، ظرافت او نرمښت د مېړه و روح ته ډاډ، او سکون وربښي. د هغې خوږمن او نیازمن چلند د هغۀ پر شونډو د خوښۍ مسکا خپروي. د هغۀ د ژوندانه ستړی بهیر په خپلو هڅو ور سره تر منزله رسوي. دارو، درمل او خواړه هغومره په یاد هدف کې اغېزمن نشې تمامېدای.

لوړ پر لیکه ټول هغه څه دي، چې د مېړه په روحي، قلبي او بدني ځواک او ځوان پاتې کېدو کې مرسته کوي.

تقریبا په نبوي ملغلرو کې هم د نېکې مېرمنې له یادو صفاتو نه یادونه شوې.

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ((الدنيا كلها متاع، وخير متاع الدنيا المرأة الصالحة)) رواه مسلم.
[الطيبي، شرح المشكاة للطيبي الكاشف عن حقائق السنن، ٢٢٥٩/٧]

((ألا أخبركَ بخيرِ ما يكنزِ المرء؟ المرأةُ الصالحةُ: إِذا نظر إِليها سرَّته، وإِذا أمرَها أطاعتهُ، وإذا غابَ عنها حفظَتهُ)) رواه أبو داود [1781].

[الطيبي، شرح المشكاة للطيبي الكاشف عن حقائق السنن، ١٤٨٠/٥]

سرچینه: جریدة الکویتیة

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

دانشمند صاحب سلامونه او نیکی هیلی،
په زړه پوری او عبرتناکه کیسه.د افغانستان څلویښت کلن جنګ،افغانانو ښځی هم جنګی کړی دی،چه میړه یوه خبره ورته وکړی نو میرمن یی دوه ور غبرګی کړی،
نو ځکه زموږ شل کلن ځوانان پنځوس کلن ښکاری،اوس یی علت معلوم شو،

مجاهد

مونږ مسلمانو افغانانو نه خپلو کی سره جنګ درلود او نه مو د نورو هیوادو به حریم یرغل کړی استعماری هیوادو زمونږ په ټولنه کی د لاس وهنو په بنا یو شمیر بی وجدانه له افغانیت او اسلامیت څه چه له انسانیت هم بی برخی او بیا یی زمونږ د ولس د استثمارولو او غلامولو د پاره د برچی په زور هم پرون او هم نن په لاس کی ونیول او یو شمیر یی په میدیاوو کی اجیران کړل چه دغه جنګو ته زمونږ د حماقت او جهالت ښودلو د پاره زمونږ خپلمنځي جنګونه ووایی افغانان ( اکثریت مجاهد اولس… نور لوستل »

عبدالمالک همت

زن بد در سرای مرد نکو

هم درین عالمست دوزخ او

زینهار از قرین بد زنهار

وَ قِنا رَبَنا عذابَ النّار
سعدي

غ.حضرت

ښه خوږه افسانه ده امّا: آدم او حوا دواړه د سبحانه و تعالی په سلبی یا ایجابی حُکم محکوم شوه همدارنګه دواړه په مځکه کی په ژوند کولو توظیف او محکوم شوه، اولادونو ته ئې ( نر او ښځی ته) د ژوند د ادامې او د ښو مکافات او بدو مجازات چاری ور وښودل شوې خُلاصه نر او ښځه زموږ په دینی ادبیاتو کی دواړه یو ډول مکلفیتونه او د یو د بل په وړاندی ګډ او مشترک رسالت او مکلفیت لری البته په ځینو فروعاتو کی استثنی شته ده. اصلی خبره: ښځی ( د مېرمنی،مور، خور،لور په دریځ کی)… نور لوستل »

عبدالمالک همت

دانشمند صاحب ! پوه سوی به يې چي خبره څه ده. په هر صورت، حقيقت دادی چي دغه ليکنه چي تاسو ژباړلې ده په ازدواجي ژوندانه کي ښځي نيکو اخلاقو ته په ډېره ښه توګه هڅوي. الله دې تاسي ته اجر در کړي.

او دا هم د لقمان حکيم يو قول: « نېکه او صالحه ښځه داسي مثال لري ، لکه د پاچا پر سر تاج. او بده ښځه داسي مثال لري لکه د يوه ډېر بوډا سړي پر ملا چي ډېر دروند بار پروت وي». والسلام.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx