د ۲۰۱۹م کال لومړۍ ورځ؛ نړۍ کې تر څلور لکو ماشومان زیږیدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ‍۱۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو لخوا د کوچنیانو نړیوالې ادارې (یونیسف) د تازه ورکړل شوي راپور سره سم ویل شوي چې نړۍ کې د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ ورځ تر ۳ لکو او ۷۲ زرو کوچنیان زیږیدلي دي.

په دې راپور کې زیاته شوې چې تر ټولو زیات کوچنیان په هند هېواد کې زیږیدلي، په دویم نمبر د چین او په دریم نمبر مسلمان هېواد نائجیریا دی.

د راپور له مخې په هند هېواد کې د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ ورځ چې د تیرې سه شنبې ورځې سره سمون خوري شاوخوا ۷۰ زره ماشومان زیږیدلي چې له نورو ټولو هېوادونو زیات دي.

په دویم نمبر د چین هېواد دی چې په دغه ورځ په کې ۴۴ زره او ۹۴۰ کوچنیان زیږیدلي دي، په یاد لیست کې د افریقا لویې وچې هېواد نائجیریا په دریم نمبر دی چې تر ۲۵ زره ۶۸۵ ماشومان په کې زیږیدلي دي.

دا مهال نړۍ کې تر ټولو زیات نفوس د چین هېواد دی چې تر یو نیم ملیاردو رسیږي، په دویم نمبر د هند هېواد دی، نائجیریا هېواد په اووم نمبر دی چې لږ کم ۲۰۰ ملیونه نفوس لري.

د یونیسف راپور زیاتوي چې په څلورم نمبر په زیاتو ماشومانو زیږولو کې په دغه ورځ پاکستان په څلورم نمبر دی، چې تر ۱۵ زرو ماشومان په کې زیږیدلي، اندونیزیا په یاد لیست کې په پنځم نمبر ده چې ۱۳ زره  او ۲۵۶ ماشومان په کې زیږیدلي دي.

د نفوس له لحاظه پاکستان د نړۍ شپږم هېواد دی چې له ۲۰۰ ملیونو زیات نفوس لري، خو اندونیزیا چې څلورم نمبر زیات نفوس لري په یاد لیست کې له پاکستانه وروسته ده.

افغانستان هېواد د کال په لومړۍ ورځ ماشومانو زیږولو کې له وروستیو هېوادونو څخه دی چې په دغه ورځ په کې شاوخوا ۳ زره کوچنیان زیږیدلي دي، بدبختانه افغانستان کې چې د زیږیدنې روغتونونه او تدواي یې په په نشت حساب ده د زیږیدنې په حالت کې زیاتره کوچنیان مري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انجنیر سیف الرحمن
میلمه
انجنیر سیف الرحمن

سلام علیکم و رحمه الله وبرکاته
هسی مودستاینی وڑده داسلام ستر مبارز شیخ اسامه رحمه الله په ویاڑمی تفاعلا خپل کوچنی زوی اسامه ونماوه هیله ده چی خپلی صفحی نه نشر کڑی
مننه:انجنیر سیف الرحمن “سادات “

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

دې د خدای په مځکه کی ټولو درو لکو ماشومانو ته ښه راغلاست وایو خو:
که دوی پوه شی چه د والدینو او کلیوالو او ښاریانو او هیوادوالو او نړیوالو د وجود پر آسمان ئې څه خړی وریَځی خپری دی، له خپل راتګ نه پښېمانه شی البته خبره تر پښېمانی تېره ده، څو ورځی ( اوږدې ورځی) وروسته به مجبور وی خپلی جامې د وچیدو لپاره پر همدې نامطمئنه او باران ځپلی تناب باندی وځړوی یا اواری کړی.
بله داچي:
هیله ده د انجنیر صاحب سیف الرحمن ګُلالی زوی، اسامه بن سیف الرحمن غوندی شی نه اسامه بن لادن غوندی.