د طالبانو لپاره د نړیوال ملاتړ راجلبولو بهترین فرصت

م نعمت الله – سابق

په دې وروستیو کښي کله چي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د مخامخ مذاکراتو لپاره زلمی خلیلزاد د ځانګړي استازي په توګه وټاکل سو، د سیمي او نړۍ ځیني هیوادونه د طالبانو سره د اړیکو ټینګولو لپاره د سیالۍ ډګر ته راوتلي دي.

سره ددې چي د طالبانو د قطر دفتر غړو پخوا هم د امریکايي یرغل پای ته رسولو په موخه د سیمي او نړۍ د بېلابیلو هیوادونو سره تماسونه ساتلي وه؛ مګر دغه هیوادونو نه غوښتل چي پټي اړیکي یې راڅرګندي سي خو په دې وروستیو کښي حالات بدل سوي د طالبانو پر ځای دغه هیوادونه په رسمي توګه د طالب استازو سره د لیدنو کتنو راپورونه خپروي چي یو ډول د طالبانو «اسلامي امارت» په رسمیت پېژندل دي.

د طالبانو د قطر دفتر نه داچي د سیمي او نړۍ د هیوادونو سره په تماس کي دئ بلکه د افغانستان د ټولو احزابو او ډلو سره مسلسل رابطې لري، طالبان په دې توګه غواړي افغاني ګوندونه د ځان کړې او د امریکایانو جوړ کړی نظام رانسکور کړي، بل پلو همدا ګوندونه هم د ځان خلاصون او یا هم امتیاز په خاطر نه غواړي مخامخ د طالبانو سره ښکیل سي ځکه چي اوس هغه وخت لیري نه دئ چي یوځل بیا به طالبان پر کابل حکومت کوي.
په نړیواله کچه روس، چین او پلوي هیوادونه د امریکا په مقابل کي، سعودي عربستان او پلوي عرب هیوادونه د ایران په مقابل کي د طالبانو سره ټینګي اړیکي غواړي، همدا لامل دئ چي کیدای سي ایران د طالبانو ملګرتیا ته په اخلاص را وړاندي سي ځکه خو یې په تېره اونۍ کښي د طالبانو تر اعلاميې وړاندي د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي تهران ته د طالب استازو تګ رسماً اعلان کړ.

طالبانو ته که څه هم د نړیوال ملاتړ راجلبولو لپاره ښه فرصت په لاس ورغلی خو په ورته وخت کښي د موقتي ننګونو سره هم مخ کیدلی سي، د ګاونډ، سیمي او نړۍ ځیني هیوادونه به وغواړي چي د خپلو ګټو په خاطر د قوت او فشارونو څخه کار واخلي او په همدې توګه د طالبانو د «اسلامي امارت» د راتګ مخنیوی وکړي خو دا ننګوني به ځای نه ونیسي ځکه چي د هیوادونو ترمنځ سختو روانو سیالیو ته که وکتل سي نو هیڅ یو هیواد نه غواړي طالبان داسي خوابدي کړي چي په راتلونکي کښي هغوی ته خطر سي، که یو هیواد د فشار څخه کار اخلي نو طالبان کولی سي د هغه مقابل لوري ته پناه یوسي، هغوی به یې په ډېر ناز و نواز هرکلی هم ووايي لکه ددوبۍ تر ناستي وروسته د تهران تود هرکلی.

۲۰۱۹م کال به په اسیا کښي د طالبانو کال وي، د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په کتو سره هغه نور د افغانستان د جګړې څخه ستړی او نا امیده سوی دئ، د طمع خلاف هغه د افغان جګړې د ګټلو لپاره په دوه کلنو کښي ۱۴۱۶ ملیارډ ډالر خاوري کړي او خپل پوځ ته یې ټول هغه وسایل په واک کي ورکړي وه چي ددغه اوږدې جګړې د ګټلو سبب کیدای سو خو ټول ناکامه او په اخر کښي یې دفاع وزیر د پنټاګون څخه وشړی، د ټرمپ وروستیو څرګندونو دا هم په ډاګه کړه چي دوی په افغانستان کښي د خپلو مصارفو دقیق ارقام پټ ساتي ځکه همېشه دوی وايي چي د افغان جګړې کلنۍ لګښت ۴۵ ملیارډ ډالره دئ خو دا ارقام د هغه سره ډیر تفاوت لري چي ډونالډ ټرمپ په ډاګه کړي دي.

د امریکا په ولس او حکومت کښي ورځ په ورځ د افغانستان د جګړې سره کرکه زیاتیږي، د امریکا مقتدري سناتوري او د جمهوري ریاست مخکښي کاندیدي مېرمن وارن هم د افغانستان څخه د پوځونو د ایستلو ملاتړ کړی دئ، هغه وايي چي په افغانستان کښي د ابد لپاره پاتیدل پالیسي نه ده او باید عسکر راویستل سي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

طالبان نه د چا چاپلوسی او نه په چا غرور ا وکبر کوی، مخکی همدی ذکر شوو هیوادو طالبانو ته بلنه نه ورکوله خو طالبانو یی د بلنی هیله او غوشتنه نه ده کړی ، طالبان په خپل سپیڅلی جهاد کی مصروف وو د الله ج په نصرت تر دی کچی مخکښه شوی چه د کابل غلامان او باداران ورته په ډونګو او د روغی جوړی د پاره په ننواتی شول. کله چه د سیمی نزدی او لیری هیوادو د امریکا ماتی ماتی او ننواتی په خپلو سترګو غلنی ډول ولیدی د طالبانو پیاوړتیا ، زړورتیا او هوښیارتیا د طالبانو… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

دا چی د طالبانو تحريک کاملاََ خود مختاره او بی پړی اسلامی تحريک دی له هرچاسره په هرځای کی چی دوی ئی لازم ګڼی مذاکرات کولای شی ، که هغه په ترکيه کی وی يا په پاکستان ، عربی امارات، سعودی عرب، روسيه ، ايران ، چين اويا بل کوم ځای کی وی.
زما په اند ځای د مذاکراتو مهم ندی ، مهم يوازی د مذاکراتو اجندا او د اجندا پر موادو توافق دی ، خو داچی ترکيه د طالبانو او پاکستان تر مينځ د مذاکراتو کوربه توب کوی ، عجيبه ده ، اردوګان هم لکه چی اپلاتی وايی .

جميل
میلمه
جميل

د محترم بيانزی صاحب د بيان په پوره تائيد سره ، د سابق صاحب ډيرو ښو خبروته پام دی خو داچی سابق صاحب وايی چی ، که يو هيواد د فشار څخه کار اخلی نو طالبان کولی سی چی د هغه مقابل لوری ته پناه يوسی . که يو هيواد.. ، که دا و پوښتل شی چی دوی خو پنځوس هيواده وه ، چا دا ثابته کړه چی دوی کومی مقابلی لوريته پناه وروړه ، څومره فشار به اوس نور پر راولی ، هغه وخت چی مقابل لوری ګرسره و نه ، ټولو په يوه خوله ورحمله کړه په ټولو… نور لوستل »