خبرونهنړۍ

هندوانو یو مسلمان په وهلو، وهلو وژلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د هند د بهار ایالت په اراریا ولسوالۍ کې سخت دریځو هندوانو یو مسلمان بوډا په وهلو، وهلو وژلی.
۵۵ کلن محمد کابل خان وروسته تر هغه سخت دریځو هندوانو په وهلو وواژه چې د یوې «غوا» د غلا کولو شک ورباندې وشو.
په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې، د هندوانو یوه ډله له اوږدو لرګیو او اوسپنیزو میلو سره په سپین ږیري محمد کابل خان وارونه کوي، بوډا له هغوی څخه د رحم غوښتنه کوي خو څوک یې غږ نه اوري.
https://twitter.com/abpnewstv/status/1080769101239185410
دا پېښه که څه هم څلور ورځې وړاندې رامنځته شوې خو پولیسو یې په وړاندې تېره ورځ وروسته له هغه غبرګون وښود چې د محمد کابل خان د وژل کېدو ويډیو په ټولنیزو رسینو خپره شوه.
دبهار ایالت پولیس د محمد کابل خان وژل کېدل مني او وايي چې د وژونکو په ضد یې دوسیه رسمي کړې او ژر به ونیول شي.
یاده دې وي چې، دا لومړی ځل نه دی چې هندو سخت دريځي د مسلمانانو په وړاندې له زور زیاتي څخه کار اخلي، تر دې وړاندې هم د هندو سخت دریځو له لوري د مسلمانانو د وهلو، وژلو او د هغوی په وړاندې د زور زیاتي راپورونه ورکړل شوي.
هندي فعالان د «نرینداري مودي» حکومت تورنوي چې د مسلمانانو په وړاندې ورځ تر بلې زیاتېدونکي تشدد ته یې لاره هواره کړې.
سیاسي فعال او د « بي جي پي» ګوند مشر «سبرامنیم سوامي» وايي، نریندرا مودي ددې لپاره چې په راتلونکو ټاکنو کې د سخت دریځو هندوانو رایه تر لاسه کړي د هغوی مرسته کوي او د مسلمانانو په وژنه خاموش دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

غمي خانه، لونګ خانه، غ حضرت،
په دي هکله اوس څه تبصري کوي، هندوان خو مو د غلام حکومت ښه دوستان دي او دا دي يو بوډا بيوزله مسلمان ئي په وهلو شهيد کړي دي، او کوشش کوي چه د افغانستان خلک هم د نورو مسلمانانو په مقابل کي سياسي قرباني کړي. نو ګوري چه هند به نور لا څه پلانونه لري! کاروان

لونګ

بد کار خو ندی شوی یو غل کم شو. هغه هم د غوا غل. ږیره یی هم لنډه وه دا یی بله ګناه. الله د و بخښی که بی ګناه وو خو بدون له هغه هم جنت ته ځی، او که ګناهګار وو بیا به له ### سره یوه ځای په جهنم تر ابده ژوند کوی.

Karwan

لونګ خانه عجيبه خبري کوي. ايا هغوي ثبوت لاره چه دي بوډا غوا غلا کړي. ايا هند ځان ته يو دمکرات مملکت نه وائي، ايا هلته قضا او عدالت نشته او که وي نو هغه بيا تنها دهندوانو لپاره ده او که ځنګه. کله چه دا قضيه مډيا ته راووتله نو اوس پوليس وائي چه موږ به قاتلين ونيسو، هغوي څلور ورځي وړندي چيرته وه. لونګ خانه دا ټول مذهبي تعصب دي چه هندوان ئي دهند د ۷۰ ميلونه مسلمانانو سره لري. لونګ خانه له خبرو دهمداسي معلوميږي چه ته هم دمسلمانانو سره سخته کينه لري، نو خداي د هدايت… نور لوستل »

احمد

لونگ، تو بيچاره شدى عصاب خود را از دست دادى، من بسيار افسوس به مردم هاى دور و پيشت ميخوروم كه چطور بيچاره ها به اين كركتر مريض خودت همرايت گذاره ميكنند، لطفاً برو به يك داكتر مراجعه كو، ألبته هم بخاطر خودت و به طور عمده به خاطر أفراد دور و پيشت ألبته (اگركسى به دور پيشت مانده باشند)

احمد

مه صابق شنيده بودم ميگفتند كه هركسى كه سر پيچى از أوامر الأهى كند خداوند در اين دنيا وآن دنيا جزايش را ميدهد، هميشه به اين فكر بودم كه از آن دنيا خو بجز از الله كسى ديگر نميداند، اما در اين دنيا به چه شكلى خداوند إنسان را جزا ميدهد، كه متوجه همين هندوهاى مشرك شدم، تَروالله خودتان خوب فكر كنيد كه اين هندو ها (گلاب به رؤيتان) شاش گاو راميخورند، ديگر جزا چى رقم باشد

غ.حضرت

د ” کامران صیب” د کاروان سپی دومره نشه سویدی چي اوس ئې د لېوه پر ځای د پسو رمې او حتی خپلو کاروانیانو د پوست او پایڅې په څیرېدو لاس پوری کړیدی.

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x