ترکيه د سولې په اړه د افغانستان او پاکستان کوربه‌توب کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ويلي، چې د افغانستان سولې کې د بحث او ښه پرمختګ لپاره د افغانستان او پاکستان مشران انقرې ته ورغواړي.

ښاغلي اردوګان د ترکيې په پلازمېنې انقره کې د پاکستان له صدر اعظم عمران خان سره د  ګډې خبري ناستې پر مهال رسنيو ته وويل، چې  په ترکيه کې له سيمه‌ ييزو ټاکنو ورورسته به ترکيه د سولې په اړه د افغانستان او پاکستان مشرانو کوربه وي.

د يادونې وړ ده، چې د ترکيې سيمه ييزې ټاکنې  د راتلونکې می میاشتې په ۳۱مه ترسره کيږي او تر هغه وروسته به دا ناسته وشي.

د ترکيې ولسمشر زياته کړه، چې دغه ناسته به د کابل او اسلام اباد ترمنځ د روانو ناخوالو او بدبينو د له منځه وړلو او د باور فضا په رامنځته کولو کې ګټوره تمامه شي.

د پاکستان صدر اعظم هم دغې خبري غونډې ته وويل، چې هېواد يې د افغانسان سولې په اړه هر ډول مرستو ته چمتو دی او په وينا يې د افغانستان سوله د سيمې امنيت او ثبات لپاره اړينه ده او بايد  ټول هېوادونه ورته په ګډه کار وکړي.

عمران خان د ترکيې په کوربه توب د افغانستان او پاکستان د سولې ګډه ناسته ګټوره بللې  ده.

اردوګان د افغانستان او پاکستان د ناستې د کوربه توب يادونه په داسې  حال  کې کړې، چې د افغانستان سولې په اړه هڅې تر پخوا ډېرې ګړندۍ شوي دي.

په دې  لړ کې د مسکو، قطر او متحده عربي  اماراتو ناستې  د يادولو وړ دي، خو په دغو ناستو کې تر اوسه د کابل ګډ حکومت رسمي ګډون نه دی.

تبصرې (4)

  • د ښاغلي اردوغان سا هم له تاوده ځايه ولاړيږي. که د ترکيې سيمه ييزې ټاکنې د راتلونکې می میاشتې په ۳۱مه نېټه وي او دا ناسته تر هغو وروسته ترسره کيږي، نو دا خو شاوخوا شپږ اووه مياشتي وروسته کيږي. له دې څخه معلوميږي چي اردوغان زموږ پر خاوره د جګړې د دې سوځونکي اور د وژلو سره چندان علاقه نه لري. متل دی: «تاکه ترياق ازعراق آورده شود مار ګزيده کشته شود».
    رښتيا هم ځمکه هغه سوځي چي اور پر بليږي. هيڅ پردی زموږ په غم نه دی غمجن. دوست خو هغه دی چي په بده ورځ په ښه درسي. شپږ مياشتي وروسته که د کابل د ادارې واک ددې اوسنيو کسانو په لاس کي وي هم د افغانستان او پاکستان د مشرانو ناسته په ترکيه کي د افغانستان د مظلومو خلکو په درد نه خوري. ځکه دا اوسني پرواک کښېنول سوي خو د افغان ولس مشران نه، بلکي قاتلان دي او که حالت بل ډول سوی وي په هغه صورت کي به په ترکیه کي د افغانستان او پاکستان د مشرانو ناستي ته هيڅ اړتيا نه وي، او د اړتيا په صورت کي به افغانان په خپله په خپل هيواد کي د دغسي ناستو په اړه تصميم نيسي.
    نو ګورئ پتمنو او درنو افغانانو پردي مو په غم کي نه دي، که څه هم ځانونه مسلمانان بولي. (د دې وو مسلماني زياتره خپلو موخو ته د رسېدو او له مسلمانۍ څخه د سوء استفادې لپاره وي). بس په هر حالت کي به مو پر الله جل جلاله په توکل سره پر خپل موټه اعتماد وي، وايي: «خپله لاسه ګله لاسه».

  • په اردګان کودتا او بیا هغه کودتا د استانبول د بی وسلو عوامو په واسطه شنډه شوه ؟؟؟؟؟ او د هغه خیالی کودتا تر شا یو کس چه فاتح ګولان نومیږی امریکا کی ( لوی ترکییی سرمایدار او سیاست مدار ) کی هستوګنه لری ، لاس او پښی لری ؟ بلاخره امریکا غواړی چه فاتح ګولان اردګان ته په لاس ورکړی ؟
    دا او داسی نوری ډیری جوړی شوی ډرامی د اردګان د شهرت او قهرمان ښودلو د پاره اردګان د امریکا په مرسته ترسره کړی چه له اردګان څخه هم بل اتاترک جوړ او له ترکیی هم یو اروپایی هیوادو به شان غلام هیواد جوړ کړی اوس هم د ناتو ډیر مهم غړی هیواد او عسکر یی په افغانستان کی جنګیږی او د دوستم قاتل او وحشی په شان ترکمن ازبک یی د افغانستان لمړی معاون جوړ کړو او هر وحشت چه افغانستان کی ترسره کړی ترکیه یی خبل هیواد دی پناه او ملاتړ ترلاسه کوی .
    ممکن چه د افغانستان او پاکستان غلامان د طالب مجاهدینو په مهارولو کی دغلامی رقابت له امله پاتی راغلی وی امریکا هڅه لری چه دغه رقابتی ستونزه یی د اردګان غلام په واسطه رفع کړی نو بیا به په شریکه طالب مجاهدینو مقابل ودریږی او وبه یی ځپی او امریکا به خپلو اخرو اهدافو ته ورسیږی

  • سلامونه ابوالوفا صاحب،
    تبصره د تایید وړ ده.جګړه روځ په ورځ یوه مغلقه معما ته داخلیږی،چه د حل لاره یی نه اردګان سره شته او عمران خان سره،هغه ځکه چه دا جګړه د استخبارتو په لاس کی ده.او د حل او چل لاره له طالیبانو ،او افغان دولت څخه هم ورکه ده.
    دولت او طالیبان او ولس هم بهرنی دنیا په دا پوهیږی چه د حل لاره،او قلف کیلی له پاکستان او امریکا سره ده،
    بی صبری مه کوه ،حو صله ښه شی دی.څلویښت کلن مشکل په یوه دوه میاشتی خبری نه خلاصیږی.

  • دا چی د طالبانو تحريک کاملاََ خود مختاره او بی پړی اسلامی تحريک دی له هرچاسره په هرځای کی چی دوی ئی لازم ګڼی مذاکرات کولای شی ، که هغه په ترکيه کی وی يا په پاکستان ، عربی امارات، سعودی عرب، روسيه ، ايران ، چين اويا بل کوم ځای کی وی.
    زما په اند ځای د مذاکراتو مهم ندی ، مهم يوازی د مذاکراتو اجندا او د اجندا پر موادو توافق دی ، خو داچی ترکيه د طالبانو او پاکستان تر مينځ د مذاکراتو کوربه توب کوی ، عجيبه ده ، اردوګان هم لکه چی اپلاتی وايی .