
طالبان: د جدې په غونډه کې ګډون نه کوو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو او امریکا له ناستې وروسته ټاکل شوې وه، چې د افغانستان سولې په اړه بله ناسته د سعودي عربستان په جدې ښار کې ترسره شي، خو طالبانو ويلي، چې د جدې ناسته يې په پلان کې نه وه او نه به په کې ګډون وکړي.
طلوع نيوز تلويزون د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خولې ليکلي، چې د جدې ناستې کې يې ګډون په اړه پلان نه درلود، خو د افغانستان روان کړکېچ د پای ته رسولو په موخه به له امريکايانو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي.
څو ورځې وړاندې د ګډ حکومت مشر اشرف غنی د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره په ټيلیفوني خبرو کې ټينګار کړی و، چې د جدې په ناسته کې بايد د ګډ حکومت استازي هم ګډون وکړي او طالبان بايد له دوی سره وګوري، خو طالبانو ورسره له ليدو انکار کړی دی.
د متحده عربي اماراتو په پلازمينه ابوظبۍ کې د امريکا او طالبانو د ناستې پر مهال د کابل حکومت استازو هڅه وکړه، چې له طالبانو سره وګوري، خو طالبانو ورسره له ليدو انکار وکړ او ټينګار يې کړی و، چې اساسي مسئله د بهرنيو پوځيانو وتل دي او په دې اړه يوازې له امریکا سره خبرې کېدای شي، نه د کابل حکومت سره.
ګډ حکومت اندېښنه لري، چې د جدې په ناسته کې يو ځل بيا د ابوظبۍ د ناستې پېښه تکرار نه شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وياند احسان الله طاهري وايي، چې د جدې په ناستې کې د افغان حکومت پلاوی په دې شرط ګډون کوي، چې له طالبانو سره مخامخ ناسته وشي او د ابوظبۍ پېښه تکرار نه شي.