fbpx

کرکټ : من موهن سنګ دپاکستان اولسمشر ته دنیمه پایلوبې دمخامخ کتلو بلنه ورکړه

zardari_manmohanدپاکستان دبهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي   ،دهند وزیر اعظم من موهن سنګ دپاکستان اولسمشر اصف علی زرداري او وزیر اعظم یو سف رضا ګیلاني ته جلا جلا بلنلیکونه لیږلی چې دهند او پاکستان ترمنځ ترسره کیدونکي پایلوبې(سیمي فاینل) مخامخ وګوري

دهند اوپاکستان ترمنځ پایلوبه  دمارچ په ۳۰ نېټه په هند کې ترسره کیږی ،ددې پایلوبې  اهمیت په دې کې دي چې ددو رقیبو هیوادونو ترمنځ ترسره کیږي او وروسته له ډیرې مودي دپاکستان لوبغاړي هند ته سفر کوي .

 پاکستان او هند وروسته له هغه سیمي فاینل  ته ووتل چی په وار سره لومړي پاکستان ویسټنډیز او ورپسې هند استرالیا ته ماته ورکړه .

دپاکستان او هند اړیکي وروسته له هغه زیاتې خرابې شوي چی دهند په ممبي کی   دترسره شویو چاودنو پړه پر پاکستان ورواچول شوه ، دا لومړي ځل دي چی دکریکیټ ډیپلوماسي لمخې هند کوشش کوي چی دګاونډي هیواد پاکستان سره خپلې اړیکې روغي کړي.

کرکیټ ددواړو هیوادونو ترمنځ دکړکیچ په کمولو کې پخوا هم ښه  رول لوبولي

احمد بریال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د