امريکا:د خاشقجي قتل په اړه د سعودي چارواکو څرګندونې رښتينې نه دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت چارواکي  وايي، متحده ايالات په دې باور  دي، چې جمال خاشقجي د قتل په اړه د سعودي  حکومت څرګندونې او دريځ له ځمکنيو حقايقو سره په ټکر کې دي.

واشنګټن ټينګار کوي، چې رياض بايد د خاشقجي د قتل عاملين او پلان کوونکي معلوم او محاکمه کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو  وزارت يوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته ويلي، چې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو به راتلونکې اونۍ منځني ختيځ ته د خپل پلان شوي سفر پر مهال سعودي ته هم ولاړ شي او هلته به چارواکو سره د خاشقجي د قتل په اړه بحثونه وکړي او غوښتنه به وکړي، چې سعودي  بايد د هغه قاتلین او د قتل پلان کوونکي په ډاګه او محاکمه کړي.

دغه امريکايي چارواکی وايي: «زه فکر نه کوم، چې د سعودي له لوري وړاندې کېدونکې خبرې دې له حقایقو سره ولګېږي او دغه مسئله نورې جدي څېړنې ته اړتيا لري.»

هغه زياته کړې، چې سعودي باید  له دې فشارونو او بحرانه د ځان ژغورنې  په موخه د جمال  خاشقجي په قتل کې ټول دخيل اړخونه په ډاګه کړي او په وينا يې امريکا غواړي د خاشقجي پر قاتلينو بنديزونه ولګوي.

د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې «سي ای اې» او د کانګريس يو شمېر غړي وايي، چې خاشقجي د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په امر وژل شوی دی.

د امريکا د مشرانو جرګې ځينو لوړپوړو غړو له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي، چې د بن سلمان د ژغورلو پر ځای بايد پر  هغه بنديزونه ولګول شي.

د سعودي لويې څارنوالۍ د خاشقجي  په قتل کې د يوولسو تورنو کسانو محاکمه پيل کړې او د پنځو کسانو لپاره يې د اعدام سزا تجويز کړې، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې  ياد  کسان به رښتيا اعدام شي که نه.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې څه موده وړاندې ليکلي و، چې کېدای شي د سعودي حکومت د خاشقجي قضيه کې د حقايقو پټولو په موخه يو شمېر کسان اعدام او د دغې قضيې د تړلو هڅه وکړي.