افغانستان

امریکا: له افغانستان نه د ځواکونو ایستل تر غور لاندي دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومی۱۳۹۷ل): د سپیني ماڼۍ مرستیال مایک پنس وایی، ولسمشر ټرمپ له افغانستان نه د امریکایی سرتیرو د ایستلو موضوع تر جدي غور لاندي نیولي.

مایک پینس یوه ورځ وروسته ترهغه دا څرګندوني کړي چې امریکایی ولسمشر د تېري چهارشنبې په ورځ د کابیني ګډي غونډي ته وویل، ولي باید امریکا نوره د افغانستان په جګړه کې پاتي شي، ولي د سیمي نور هیوادونه دا جګړه پرمخ نه بیایي؟

تر دې وړاندي ډونالډ ټرمپ په خپل ټویټر کې له شام نه د ټولو او له افغانستان نه د نیمایی سرتیرو د ایستلو خبر ورکړی و.

چې ځینو نظامیانو یې له دې خبري سره مخالفت وکړ او د ټرمپ دا پریکړه یې بیړنۍ او بې وخته بللي وه.

خو د ټرمپ مرستیال مایک پنس، د فاکس نیوز تلویزون سره په خبرو کې ویلي چې له افغانستان نه د امریکایي سرتیرو د کمولو او ویستلو طرحه یې تر ارزوني لاندي ده.

که څه هم امریکا دا مهال له طالبانو سره په مستقیمو خبرو اترو لګیا ده، خو په عین یې حال کې مایک پینس ټینګار وکړ چې پر طالبانو به پوځي فشار ته تر هغو دوام ورکړي چې ترڅو هغوی خبرو ته حاضر شي.

د پینس په خبره، په افغانستان کې به د داعش او القاعده پرضد خپلي جنګي تګلاري ته هم دوام ورکړي.

د امریکایی سرتیرو د وتلو له راپورونو وروسته که څه هم ارګ وویل، چې پر دوی باندي اثر نلري، خو شنونکي فکر کوي چې د افغان ځواکونو پر مورال باندي یو ستر ګذار دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x