افغانستان

روزګان: د بهرنیو ځواکونو بمبار کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومی۱۳۹۷ل): سیمه ایزو چارواکو تائید کړې چې په روزګان ولایت کې تیره ورځ بهرنیو الوتکو د پولیسو یوه پوسته بمبار کړي.

راپورونه وایی چې په یاد ولایت کې د وسلوالو مخالفینو پرضد د ګډو ځواکونو هوایي عملیات له دوو ورځو راهیسي پیل شوي، چې ویل کیږي ملکي خلکو ته د مالي او ځاني تلفاتو ترڅنګ دولتي سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

يوې امنيتي سرچينې رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه د مركز ترينکوټ ښار په کوټوالو سيمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې د پوليسو يوه امنيتي پوسته په نښه شوې، چې په وینا یې یو پولیس وژل شوی او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

بل خوا د روزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سردارمحمد د پیښې پخلی کړی خو د مرګ ژوبلې په اړه یې مالومات نه دي ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت، په نوي فرمان کې پولیس له دې نه منع کړل شوي چې له رسنیو سره د جنګ جګړو په اړه جزیات شریک کړي.

د ترینکوټ مرکزي روغتون یو ډاكټر ضياء الرحمن نيازی وایی چې شپږ پوليس په ټپي حالت كې وروړل شوي وو چې د ځینو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.

له کندهاره، ځایي خبریال صدیق الله افغان پر خپله فیسبوک پاڼه د ځینو سرچینو په حواله لیکلي، د ارزګان د اسمان مخ بې شمیره الوتکو نیولی، په وینا یې په دا ۱۷ کاله کې دومره درانه بمونه نه وه اورول شوي، لکه اوس په دا دوو ورځو کې.

په بمبار کې ولسي خلکو ته هم د درانه مالي او ځاني زیان راپورونه ورکولي شوي، خو کره تفصیلات یې نه دي څرګند.

تر دې وړاند هم په وار وار بهرنيانو خپل افغان ملګري په نښه کړي، خو د ګډ حکومت چارواکو یې په اړه هیڅ راز غبرګون نه دی څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x