افغانستان

نیویارک ټایمز: د افغان ځواکونو تلفات زیات شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومی۱۳۹۷ل): امریکايي ورځپاڼې، نیویارک ټایمز د افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتیدو په اړه راپور خپور کړی.

ورځپانه لیکي، یوازي په تیره یوه اونۍ کې په افغانستان کې شاوخوا ۷۵ تنه دولتي ځواکونه د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي.

ورځپاڼه د مثال په توګه یادونه کوي، افغان ځواکونو ته زیات تلفات په سرپل ولایت کې اوښتي چې طالبانو په یوه وخت کې پر دریو سیمو بریدونه پیل کړل چې ۲۱ سرتیري په کې مړه او ۲۵ نور ټپیان شول.

نیویارک ټایمز وایی، په همدې اونۍ کې د افغان او امریکایي ځواکونو د بمبار له امله په پکتیا او فاریاب کې ۱۰ تنه بې دفاع ولسي افغانان هم ووژل شول.

د ورځپاڼې په وینا دا شمیرې د دولتي سرچینو له خولي ښودل شوي، خو امکان لري چې د ملکي تلفاتو شمېره تر دې اوچته وي، او په وینا یې، ښایی دا وژني د افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتیدو په انتقام کې ترسره شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x