ورزش

بي پي ایل لومړۍ سیالۍ: شهزاد او نجیب د ګیل او ډیویلیئرز پر وړاندې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د بنګلدیش غوره لیګ سیالۍ نن د شنبې په ورځ په ډهاکه ښار کې د افتتاحي مراسمو څخه وروسته پېلیږي.

په دغه سیالیو کې به لومړۍ لوبه د محمد شهزاد او نجیب ځدراڼ لوبډله د کریس ګېل او ای بي ډیویلیئرز لوبډلې (چټاکانګ ویکنګز او رانګپور رایډرز) پر وړاندې ترسره کیږي.

د بنګلدیش پریمیئر لیګ شپږم پړاو په لومړۍ ورځ دوه سیالۍ ترسره کیږي، لومړۍ سیالۍ د افغانستان پروخت د سهار په ۱۱ بجې او دویمه سیالۍ په ۳:۵۰ بجې پېل کیږي.

په دویمه سیالۍ کې چې د ډهاکه ډاینامیټس او راجشاهي کینګز لوبډلو ترمنځ ده، حضرت الله ځاځی او قیس احمد هم یو بل ته مخامخ دي.

دغه لیګ نن په پنځم د جنوري پېل کیږي او اتم د فروري به روان وي چې په کې اوه افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي، د پایلوبې سره به په کې ټولې ۴۶ سیالۍ ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د بنګلدیش غوره لیګ په یاد پړاو کې به ای بي ډیویلیئرز، ډیویډ وارنر، شاهد  افریدي او سټیو سمیت له ډیرې مودې وروسته لوبو ته راستون شي.

د بنګلدیش غوره لیګ تېر (پنځم) پړاو سیالیو کې کریس ګېل یو شمېر ریکارډونه (په یوه لوبه کې زیاتې شپږیزې) جوړ کړي وو او اتلولي یې د رانګپور رایډرز لوبډلې خپله کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x