هغه سوره چي د پیغمبر صلی الله عليه وسلم تر ټولو کايناتو خوښه وه

عبدالمالک همت

د قرآن کريم د فتحي سوره د فتوحاتو او رباني تجلياتو سوره ده. دغه سوره د عثماني مصحف د ترتيب په حساب، يعني په تلاوت کي (۴۸) سوره ده، د قرآن کريم د سورتونو د نزول په حساب (۱۱۳) سوره ده، (۲۹) آيتونه او (۴) رکوعي لري. د «صف» ترسورې وروسته او د «توبې» تر سورې دمخه نازله سوې ده.

د دې مبارکي سورې د نازلېدو لامل:

د دې سورې د نازلېدو لامل د حديبيې سوله ده او دغه سوله په خپله لوی څښتن سبحانه د دې سورې په لومړي آيت کي ښکاره فتح او سوبه بللې ده او د مكې شريفي د فتحي او د اسلام د نورو زياتو برياليتوبونو بنسټ او پيلامه وه.

حديبيه د جدې پرلار د مكې مكرمې څخه تقريباً ( 15) كيلو متره ليري يوه ناوه ده چي پخوا هلته د حديبيې په نامه يوه څا ته منسوبه وه او اوس يې ” شميسي” بولي.

رسول صلی الله عليه وسلم د هجرت په شپږم كال خوب وليد چي مكې ته په امن و امان ننوزي او عمره ادا كړي.

د دې خوب په اورېدو سره اصحابو رضي الله عنهم د رسول صلی الله عليه وسلم څخه د عمرې په سفر د تللو غوښتنه وكړه.

نو هغه وو چي رسول صلی الله عليه وسلم د ذوالقعدې ( ميانۍ ) په مياشت كي د (۱۴۰۰يا۱۵۰۰ ) تنو په ملګرتيا د عمرې په نيت د مكې په لور وخوځېد. هغو په ” ذو الحليفه ” كي د عمرې په نيت احرامونه وتړل او د هديي ( قربانۍ ) اوښان يې هم ورسره رهي كړل .

كله چي قريشو ته د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د دې سفر په هكله معلومات ورسېدل په ډېر زور او زوږ سره يې د مقابلې لپاره تيارۍ پېل كړې، او د خپلو متحدو قبايلو ستري ډلي يې را وغوښتلې چي په دې ډول د مشركينو پوځونه د مكې د باندي په ” بلدح ” نومي ځاى كي سره راغونډ سول.

په همدې ډول كله چي محمدي قافله مكې ته نژدې ( حديبيې ) ته ورسېده نو د دوى صلی الله عليه وسلم اوښه هلته چوك سوه او سره له ډېرو وهلو او كشولو هيڅ له خپله ځايه ونه خوځېده ، ځكه نو هلته تم سول.
له مسور بن مخرمه څخه روايت دى: كله چي رسول صلی الله عليه وسلم په دغه ځاى كي واړول، هلته يو څا وو چي ډېري لږي اوبه يې درلودې. كله چي دا اوبه خلاصي سوې اصحاب رضي الله عنهم له تندي څخه بېتابه سول. نو له دې پېښي څخه حضرت رسالت پناه صلی الله عليه وسلم ته په خبر وركولو سره، د نبوي معجزې له مخي اوبه دومري ډېري سوې چي ټول لښكر په اوبه سو.

د خُزاعه د قبيلې وګړي تردې دمه لا په اسلام نه وه مشرف سوي. خو د مسلمانانو ملګري او د هغو په راز شريك وه. د هغو مشر بُديل بن ورقاء حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته ورغى او ورته ويې ويل چي د قريشو د پوځونو سېلاب را روان سوى، په بلدح نومي ځاى كي يې پر اوبو قبضه كړې، پر تاسو د بريد لپاره تياري كوي او تاسي ته د كعبې شريفي د زيارت كولو اجازه نه دركوي. رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هغو ته ووايه چي موږ د عمرې لپاره راغلي يو او جنګ نه كوو. ښه داده چي قريش تر يوې ټاكلي مودې پوري زموږ سره د سولي تړون لاسليك كړي.

بُديل محمدي پيغام قريشوته واوراوه خو ناعاقبت انديش، جګړه مار، نوي ځوانان د دې پيغام اورېدوته تيار نه سول. البته زاړه، تجربه كار وګړي د خبرو لپاره تيار سول. نو هغه وو چي بُديل د سولي ټول شرايط واورول، يوه د پاخه عمر تجربه كاره سړي عروه بن مسعود ثقفي وويل: محمد ډېر معقول شرطونه وړاندي كړي دي. كه ماته اجازه وي، نو زه د هغه سره دا معامله يوې خواته كوم. نو څنګه چي قريشو پر هغه بشپړ باور او اعتماد درلود هغه يې خپل استازى وټاكى او د خبرو لپاره يې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته ور واستاوه.

عروه د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سره ضروري خبري ترسره كړې او بيرته ستون سو. هغه قريشو ته وويل: زه څو څو ځلي د حبشې د پاچا نجاشي، د قسطنطنيې د پاچا قيصر او د ايران د پاچا كسرا دربارونو ته ورغلى يم مګر ما داسي پاچا نه دى ليدلى، چي د هغه عظمت او سترتوب دي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم غوندي وي او د هغه درباريان او رعيت دي د هغه داسي درناوى وكړي، لكه د حضرت محمد اصحاب چي د هغه درناوى كوي. نو زما تاسي ته دا نصيحت او رايه ده چي د هغه سره سوله وكړئ.

 

له دې پلوه حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د سولي د خبرو لپاره خراش بن اميه ته خپله ځانګړې اوښه وركړه او قريشو ته يې ولېږى، خو قريشو اوښه ووژل او نژدې وو چي خراش هم ووژني. خو هغه يې ونه وژلاى سو. هغه دا ټوله ماجرا د رسول صلی الله عليه وسلم په حضوركي وړاندي كړه. په دې منځ كي قريشو پرمسلمانانو باندي د بريد لپاره يوه ډله ولېږل، چي د مسلمانانو لخوا ونيول سوه. خو حضرت رسالت پناه صلی الله عليه وسلم د خپلو لوړو اخلاقي صفاتو په مقتضا هغه ټوله وبخښل.

نبي الرحمة صلی الله عليه وسلم د قريشو د دې مخالفانه او معاندانه رويې سره سره يوځل بيا د سولي كوښښ وكړ او خپل زوم حضرت عثمان رضي الله عنه يې هغو ته د خپل سفير په توګه ور ولېږى. د هغه ترلېږلو وروسته اصحابو وويل: عثمان څونه بختور سړى دى، هغه به د بيت الله په زيارت او طواف مشرف سي او موږ دلته بې برخي ناست يو. خوكله چي دا خبره حضرت محمد صلی الله عليه وسلم واورېدل ، نو ويې ويل:” زما د عثمان پر وفاداري باندي بشپړ باوردى چي هغه بې له موږ د كعبې شريفي طواف نه كوي “.

همدغسي كله چي حضرت عثمان د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پيغام قريشو ته ورساوه. هغو جواب وركړ چي تا ته د طواف كولو اجازه ده. خو محمد صلی الله عليه وسلم ته موږ هيڅكله اجازه نه وركوو. مګر حضرت عثمان ورته وويل: زه هم د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پرته طواف ته اړتيا نه لرم. هغه وو چي قريشو هغه بندي كړ او آوازه يې واچول چي قريشو هغه وواژه.كله چي دا خبر نبي كريم صلی الله عليه وسلم ته ورسېد، نو سخت نا كراره سو. بيا هغه مبارك صلی الله عليه وسلم تريوې وني لاندي كښېنستى او ويې فرمايل چي د عثمان د ويني بدله اخيستل فرض باله سي. نو څوك چي غواړي په دې چاره كي شريك سي زما پرلاس دي بيعت راسره وكړي. چي ټولو اصحابو په خورا ډېر جوش او خروښ د ځانو د قرباني كولو بيعت ورسره وكړ. رسول صلی الله عليه وسلم خپل كيڼ لاس د حضرت عثمان رضي الله عنه لاس وباله او پر خپل بل لاس يې كښېښود، د عثمان له لوري يې هم بيعت وكړ، څو هغه له دې ثوابه څخه بې برخي پاته نه سي .

كه څه هم وروسته څرګنده سوه چي دا خبر غلط دى، سره د دې هم دغو سرښندونكو اصحابو د خپل شمېرد لږوالي او ظاهري اسبابو د نشتوالي سره سره د رسول صلی الله عليه وسلم پرلاس د سرښندنې او فدا كارۍ بيعت وكړ. نو خداى جل جلاله د دوى د دې غوره عمل اجر عظيم دا وركړ چي په قرآن عظيم كي يې په ډېر صراحت سره د خپلي خوښي سند دوى ته وركړ او د دې مبارك سند له مخي دغه بيعت د ” بيعت رضوان ” په نامه ونومول سو.

حضرت مسور بن مخرمه څرګند وي چي په دې ترڅ كي قريشو هم خپله تېروتنه احساس كړه او سولي ته چمتو سول، هغو خپل يو د اعتماد وړ، ژب غړاندى ويندوى سهيل بن عمرو مسلمانانو ته د سفير په توګه ولېږى. تر ډېرو خبرو اترو وروسته، په څو شرايطو باندي جوړه وسوه. د سولي د تړون ليكل د حضرت علي كرم الله وجهه پر غاړه وه. رسول صلی الله عليه وسلم علي ته وفرمايل چي د تړون ليك په سركي بسم الله الرّحمن الرّحيم وليكي. څنګه چي عربو د ليكونو په پيل كي د ” باسمك اللهم “ الفاظ ليكل او د ” بسم الله “ شريفي سره نا بلده وه، ځكه نو سهيل بن عمرو وويل چي د بسم الله پرځاى دي همهغه پخواني الفاظ وليكل سي، او رسول صلی الله عليه وسلم هم ومنل. بيا رسول صلی الله عليه وسلم حضرت على رضي الله عنه ته د دې جملې د ليكلو په هكله وفرمايل: « هَذَا مَا قَاضَى عَلَيْهِ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ». يعني : دا هغه تړون دى چي پر هغه باندي محمد د خداى جل جلاله رسول سوله كړې ده. په دې باندي د سهيل تندي ګونجي وكړې او ويې ويل كه موږ تا د خداى جل جلاله د رسول په توګه وپېژنو، بيا خو جګړه پاى ته ورسېده. نو ته د دې پر ځای خپل او د خپل پلار نوم وليكه. رسول صلی الله عليه وسلم ورته وويل: كه څه هم تاسي زما رسالت درواغ بولى، خوزه په خداى جل جلاله لوړم چي زه د خداى جل جلاله استازى يم. په هر حال رسول صلی الله عليه وسلم ليكونكي ته وفرمايل چي يوازي زما نوم وليكئ خو حضرت علي رضي الله عنه د ډېري ميني او عقيد تمندى له امله د هغه مبارك پرنامه د خط كشولو څخه ډډه وكړه. چي بيا خپله پيغمبر صلی الله عليه وسلم پر ” رَسُولُ اللَّهِ ” باندي كرښه را وكښه او په دې توګه د تړون د شرايطو د ليكلوكار پېل سو.

تړون پرلاندي شرايطو لاسليك سو:

۱. سږكال دي مسلمانان بې له عمرې ادا كولو بيرته ولاړ سي.

۲. په راتلونكي كال دي عمرې ته راسي، او تردرو ورځو تېرولو وروسته دي بيرته ولاړسي.

۳. د وسلوسره دي نه راځي، هر يو صرف يوه توره د ځان سره راوړلاى سي. چي هغه به هم په تېكي كي وي او تېكى به هم په كڅوڼه كي وي .

۴. په مكه كي چي كوم مسلمانان له پخوا څخه اوسېږي هغه له مكې څخه نه سي تللاى. او كه له مسلمانانو څخه څوك په مكه كي اوسېدل غواړي، نو هغه به نه منع كيږي .
۵. د مكې له قريشو، يا مسلمانانو څخه كه څوك مدينې ته ولاړسي، هغه به بيرته موږ ته سپارئ. خوكه كوم مسلمان مكې ته راسي هغه به بيرته مدينې ته نه لېږل كيږي.

۶. د قريشو او مسلمانانو ترمنځ به ترلسوكالو جنګ نه كيږي.

۷. د عربو قبايل به اختيار ولري چي د فريقينو څخه د هر لوري سره چي وغواړي په تړون كي شريكېدلاى سي.

( د دې تړون له مخي بني خُزاعه وو د نبي صلی الله عليه وسلم ملګرتيا غوره كړه او بني بكر د قريشو ملګري سول ).

تر اوسه لا پر تړون لاسليكونه نه وه سوي چي د د غه سهيل زوى ابوجندل نومى،كوم چي اسلام يې منلى وو او په مكه كي د كفارو په بند كي وو او په پښوكي يې بېړۍ لا وې چي په يو ډول تښتېدلى او هلته ورسېد.

د هغه پر بدن باندي د ظلم او تشدد او د كفارو د بربريت نخښي له ورايه ښكارېدې. خو حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د تړون د موادو د مراعتولو له امله هغه بيرته قريشوته وسپارى او هغه ته يې داسي تسلا وركول چي:” ابو جندله د صبر او زغم څخه كار واخله، خداى جل جلاله به تاته هرو مرو كومه لار پرانيزي.

څنګه چي دغه روغه په ښكاره د ذلت او مغلو بيت روغه وه، نو حضرت عمر رضي الله عنه او نور اصحاب سخت په خپه سول. دوى ويل چي د مسلمانانو د دې يو نيم زرسرښندونكو په مخكي قريش څه اهميت نه لري. خو د رسول صلی الله عليه وسلم سترګي هغو احوالو او پايلو ته وې چي د نورو له سترګو څخه پټـي وې. هغه په بې مثاله استغنا ، توكل او تحمل دغه سوله ومنل او خپلو اصحابو ته يې په دې لنډو الفاظو چي ” الله و رسوله اعلم ” ډاډ او تسلى وركوله. يعني الله او رسول په داسي خبرو باندي ډېر ښه پوهيږي .

تردې وروسته پېغمبر صلی الله عليه وسلم اصحابو ته وفرمايل چي : اوس دلته اوښان حلال كړئ، سرونه وخرياست، يا يې وېښتان لنډ كړئ او احرامونه خلاص كړئ. خو په دې خبره هيڅوك له خپله ځايه ونه ښورېدل. پېغمبر صلی الله عليه وسلم درې ځله امر وكړ، خو پرصحابه وو باندي په هغه وخت كي د غم او خفګان او زړه ماتوالي داسي سخته غلبه وه چي له خپله ځايه يې هيڅ حركت ونه كړ. د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د رسالت په ټول دوركي تردغه يوه پلا پرته نور داسي ونه سوه. په دې باندي پېغمبر صلی الله عليه وسلم سخت خفه سو. خپلي خېمې ته ولاړ او د ام المومنين حضرت ام سلمه رضي الله عنها سره يې د زړه خواله وكړه. هغې ورته وويل چي ته په پټه خوله تشريف يوسه او خپل اوښ ذبح كړه او سر خريونكى پيدا كړه خپل سر و خريه. تر هغه وروسته به خلك خپل پخپله ستا پيروي وكړي. همداسي وسول. د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د دې كار په ليدو سره خلكو هم قربانۍ وكړې، سرونه يې وخريل، يا يې وېښتان لنډكړل او له احرامه را ووتل، او په داسي حال كي چي زړونه يې له غمه ډك وه مدينې ته رهي سول. په لاره كي، د مدينې او مکې تر منځ پرته سيمه (کُراع الغميم) نومي ځای کي د ” الفتح ” سوره نازله سوه او الله جل جلاله د دغي روغي نوم ” فتح مبين ” كښېښود.

د دې سورې تر نازلېدو وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغې د لومړي آيت په هکله وفرمايل:«لقد أنزلت علي آية هي أحب إلي من الدنيا جميعا»(صحيح مسلم، کتاب الجهاد والسير، باب صلح الحديبية في الحديبية، ۴۵۲۹ /۱۷۸۶ شمېره حديث).

ژباړه: پر ما باندي داسي آيت نازل سوی دی چي پر ما باندي تر ټولي نړۍ ګران دی).

همداراز حضرت عمر رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: «لَقَدْ أُنْزِلَتْ عَلَيَّ اللَّيْلَةَ سُورَةٌ لَهِيَ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ» ثُمَّ قَرَأَ: إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا.(صحيح البخاري، کتاب التفسير، باب إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا، ۴۸۳۳ شمېره حديث).

ژباړه: پر ما باندي نن شپه يوه داسي سوره نارله سوې ده چي پر ما باندي تر ټولو هغو کايناتو چي لمر پر راخيزي ډېره ګرانه ده. بيا يې د هغې لومړی آيت ﴿إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا﴾.

څنګه چي په قرآني علومو کي مشهوره اصطلاح ده چي کومه سوره تر هجرت وروسته نازله سي، که څه هم له مدينې پرته بل ځای نازله سي مدني باله سي، نو پر دې بنسټ دغه سوره په اجماع سره مدني بلل سوې ده.
د دې سورې د نوموني لامل:

دغه سوره د اصحابو کرامو په خبرو کي سورة الفتح نومول سوې ده، ځکه چي د دې سورې پرانيسته پیغمبر صلی الله عليه وسلم او مومنانو ته د ښکاره فتحي په زيري ورکولو سوې ده .

د دې سورې چورليځی (محور) او بنسټيزه موضوع :
دغه مبارکه سوره له هغو رباني سوبو، بريو، احسانونو او نعمتونو په اړه خبري کوي چي الله سبحانه وتعالی په خپل فضل او کرم د پيغمبر صلی الله عليه وسلم او مومنانو په برخه کړي دي. د دې تر څنګ په دې سوره کي لوی څښتن د نورو سورو په پرتله د اصحابو کرامو رضي الله عنهم زياتي ستايني کړي دي ، دا ځکه چي لوی څښتن سبحانه د دين په هکله د هغو د زړونو په رښتينولي، وفا، ثبات، اخلاص او غيرت او روحي آدابو پوهېدی، ځکه يې نو د هغو د دغو صفتونو له امله پر هغو باندي خپل رحمت ولوراوه . له دې امله دی چي په دې سوره کي د ﴿ السَّكِينَةَ ﴾ کلمه کومه چي د مومنانو په زړونو کي د ډاډ او ثبات اچولو معنا ورکوي، درې ځله راغلې ده.

دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګندېږي:
په دغه سوره کي د حديبيې د سولي په اړه څرګندوني سوي، د دې ستري او ارزښتناکي پېښي او د هغې د شرايطو، ظروفو او پټو اړخونو په اړه ارزونه او څېړنه سوې ده ، د د غي پېښي د رامنځ ته کېدو پر مهال د مسلمانانو د حال او چاپېريال انځور وړاندي سوی دی او د هغې په رڼا کي د ښې راتلونکي او د الله له خوا مسلمانانو ته د ور په برخه کېدونکو ښېګڼو او نعمتونو په اړه زېري سوي دي، په لنډو ټکو کي دغه سوره دغه ټکي بيانوي :

۱. تر ټولو لويه سوبه، تر دې وروسته د ډېرو خلکو اسلام منل.

د حديبيې له سولي څخه د مکې مکرمې تر فتحي پوري يوازي په دوو کلونو کي دغومرو خلکو اسلام ومانه چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دعوت له پيله د حديبيې تر سولي، يعني په شلو کالو کي يې نه وو منلی.

۲. مغفرت او بخښنه.
۳. د نعمتونو لورونه.
۴. سمي لاري ته لارښوونه.
۵. قوي او نه ماتېدونکی نصرت.
۶. د مسلمانانو د زړونو ډاډ رامنځ ته کول.
۷. جنت ته د مومنانو ننايستل.
۸. د منافقانو او مشرکانو عذاب.
۹. د بيعة الرضوان له بيعت کوونکو د لوی څښتن خوښي.
۱۰. ډېري ولجي(غنيمتونه).
۱۱. د مکې مکرمې په فتح سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم د خوب ختل او رښتيا کېدل.
د لومړي ځل لپاره صحابه وو ته د دين د بري زېری.

په دې اړه د دې سورې فقرات:

لومړی: په دې سوره کي د حديبيې سوله لويه سوبه بلل سوې او پیغمبر صلی الله عليه وسلم ته يې زېری ورکړه سوی دی. مومنانو ته د دوی د زړونو د ډاډ او ثبات په اړه د لوی څښتن د احسان په باب معلومات ورکړه سوی ، د دوی د مخکني ايمان په اړه د اعتراف خبره سوې، همداراز د هغو د بخښني، ثواب او له آسمان څخه د مرستي په هکله زېری ورکړه سوی دی. بيا منافقان رسوا سوي دي او جهاد ته د نه تللو په هکله د دوی او رښتيانيو عذر لرونکو توپير بيان سوی دی او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په راتلونکې کي د منافقانو سره د چلند لاري چاري ښوول سوي دي:[۱ تر۱۷آيته].

دوهم: ورپسې په دې سپېڅلې سوره کي د لوی څښتن سبحانه د رضا او خوښۍ په هکله خبري سوي دي، د دې خوښۍ په هکله يې دوی ته خبر ورکړی. بيا يې دوی ته په دنيا او آخرت کي د چمتو کړی سوو اجرونو زېری ورکړی دی، بيا يې د دوی د دښمن د سزا ورکولو په اړه پر دوی باندي د احسان کولو په اړه معلومات ورکړي او په هغو يواځنيو ستاينو يې ستايلي دي چي په دوی پوري څانګړي دي او په پخوانيو آسماني کتابونو کي يې يادوني سوي دي:[۱۸ تر۲۹آيته].

ملاحظه: دا هم د ياوني وړ ده چي د «محمد» د سورې وروستی آيت د پیغمبر صلی الله عليه وسلم د متابعت په هکله څرګندوني کوي او د دې سورې وروستی آيت د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د اتباعو د مواصفاتو په هکله څرګندوني لري کوم چي له امله يې دوی ته سوبه په برخه سوې ده او دا هغه صفتونه دي چي په تورات او انجيل کي ياد سوي دي .

avatar
1 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

پاك الله(ج) دى په هره كليمه كى خيرونه در نصيب كرى .
دا ريشتنى كيسى چى هر سومره ولوستل شى بيا هم خوندورى وى او د ايمان صفايى ديروى .

جميل
میلمه
جميل

محترم همت صاحب ستاسو په اجازه فقط يوه خبره اضافه كول غوارم .
كله چى دا مباركه سوره نازله شوه رسول الله(ص) وخپلو اصحابو كرامو ته د فتح عظيم زيرى وركى ، عمر(رض) زنى و پوشتل چى دا سنگه فتح ده تا خو خوب ليدلى و چى بى له جگرى په أمن او امان به طواف كوو ، رسول الله(ص) ورته وويل هو خو دا مى و نه ويل چى كله ، همداسى به په أمن او أمان طواف كوو . ان شاءالله

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

مننه محترم جميل صاحب! الله دي په خپل حفظ کي وسلته.