ارشیف

څېړنه: ۸۰ سلنه امریکايي نظامیان روانه جګړه «ستړې کوونکې» بولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د برېټ بارټ امریکايي رسنۍ د راپور له مخې هغه نظامي امریکايان چې په عراق او افغانستان کې يې دندې اجرا کړي، پوره ۸۰ سلنه يې پر دې باور دي، چې دا جګړې ناکامه، ستړې کوونکې او خورا اوږدې شوې دي.

د سرچینې په وینا دغه څېړنه د نظر پوښتنې په ډول د «سټار انډ سټرایپس» په نوم خپرونې کړې ده او له هغو نظاميانو سره يې خبرې کړې، چې عراق او افغانستان کې يې دندې ترسره کړې دي.

پوښتل شویو نظامیانو چې بېلابېلې رتبې يې لرلې، سره له دې چې دا جګړې د «ترویرزم پر ضد» بللې، خو ويلي يې دي باید پای ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې ډونالډ ټرمپ ومنله، چې په افغانستان کې يې پرلپسې جنرالان او پخپله د دفاع وزیر جیمز مټیس ناکام شوي دي.

هغه له خبریالانو سره خبرو کې وویل، چې سلګونه میلیارده ډالر يې خپلو جنرالانو ته ور کړي دي، خو په بدل کې يې «هیڅ» لاسته نه دي ورغلي.

وړمه ورځ «مېلټري» امریکايي رسنۍ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان سکاټ مېلر په حواله وویل، چې روان کال کې به نیمايي پوځیان وباسي، وړاندې هم ځینو رسنیو د سپينې ماڼۍ اړوند ورته راپورونه خپاره کړل، خو امریکايي چاراکو يې پخلی ونه کړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د