ټپي عسکر حکومت په «بده ګټه اخیستنه» تورنوي

ارشیف

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): په بېلابېلو جګړو کې دوه تنه ټپي شوي عسکر ګیله کوي، چې د حکومت تر هغه وخت پکار وي، چې روغ وي؛ کله چې ټپيان شي بیا يې حکومت پېژني هم نه.

بریدمل عبدالله یو هغه عسکر دی چې په ځانګړو ځواکونو کې يې دنده درلوده او درې میاشتې وړاندې پکتیا کې د طالبانو برید ته برابر، پښه، لاس او غاړه کې ټپي شو.

عبدالله ویلي، له ټپي کېدو تر اوسه يې د «یو ځل دارو» هم له حکومته نه دي اخیستي، خو کله چې روغ و، نو حکومت به په بېلابېلو تبلیغاتو «جګړې ته هڅاوه.»

هغه چې د خپلې کورنۍ تر څنګ د ورور درې نفري کورنۍ هم ور له غاړې ده، وايي د کار يې هیڅ درک نه لګېږي.

غلام سرور یو بل عسکر دی، چې طلوع‌نیوز ته يې د خپلې بې کسۍ ګیله کړې او له حکومته يې شکایتونه کړي دي.

هغه چې په غبرګو لاسونو او بډوډي کې ټپي شوی، وايي حکومت تر دې اندازې ترې بې خبره و، چې حتی د ده د درملنې پر وخت يې هم غیر حاضري روانه وه.

هغه یادې سرچینې ته ویلي، پنځه کاله کېږي چې د دولت هرې دروازې ته يې لاسونه نیولي، خو هیچا يې غږ نه دی اورېدلی.

په وینا يې کله چې روغتون کې تر درملنې لاندې و، حاضرۍ کې غیر حاضر حسابېده، چې کله بېرته خپلې دندې ته ورغی، د ډېرې غیر حاضرۍ له امله وشړل شو.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د دفاع وزارت نوي سرپرست وزیر اسدالله خالد ټینګار وکړ، چې د خپلو، محاصره، ټپي او د مرستې اړو عسکرو په همکارۍ کې به سستي ونه کړي.

تر دې وړاندې هم حکومت د امنیتي ځواکونو په اړه په سختې بې پروايۍ تورنېده، چې تر ټولو مشهوره پېښه یې د ننګرهار د هغه عسکر وه، چې هلمند کې يې د طالبانو په بند کې دوه کاله تېر کړل، خو حکومت يې کورنۍ ته د غوښو ټوټې د هغه د جسد په نوم ورکړې وه او کورنۍ يې مړ حسابلی و، خو د طالبانو له زندان وروسته نوموړی سلامت خپل کور ته ورسید او د حکومت پر دې بې پروايۍ يې باور نه راته.

تبصرې (1)

  • دا خو لا تاسى ژوندى ياست كه مره شوى واى بيابه ستاسو د زنانه و سره سه پيشيدل ، سنگه چى مو اوريدلى او لوستى ستاسو په غياب كى به ستاسو د زنانه و نه ستاسو د مشرانو له لورى د فحشا غوشتنه شوى واى او په ااخرت كى به شيطان رجيم هم له تاسو بيزارى اعلان كري او د دير سخت عذاب مستحق به ياست.
    هر سه چى ياست خو بياهم افغان او د مسلمان اولاد ياست په الله(ج) قسم چى د دنيا دومره بى عزتى او د ااخرت عذاب مو ندى در باندى پيرزو .
    و الله(ج) ته رجوع وكرى پدى ٢٠٠ دالرو به هومره ااسوده او اارام نشى سومره چى وخپل وجدان او خالق ته خجله او شرمنده ياست ، ها نور د زمرى بچيانو ته وگورى هغوى هم تاسو غوندى انسانان دى هغوى هم د ژوندانه ضرورتونه لرى يوه روپى تنخوا هم نلرى خو پدى دنيا كى سر لورى او د عزت خاوندان دى او په قيامت به هم سرلورى او د عزت خاوندان وى . ان شاءالله