ټرمپ: د سیمه‌ییز حکومت د «څو کاله» تړل کېدو لپاره هم تیار یو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ډیموکراټانو او ټرمپ تر منځ د مکسیکو پر پوله د دېوال پر جوړېدو ناندرۍ زورورې شوې، د امریکا د ځايي حکومتولۍ ګڼې ادارې تړلې پاتې شوې.

د تېر کال د ډیسمبر له څلورويشتمې تر اوسه پورې شاوخوا ۸۰۰زره مامورینو معاشونه نه دي اخیستي او کارونه يې په ټپه ولاړ دي.

بې بې سې لیکي، ټرمپ له ډموکراټانو سره په تازه ناسته کې ټینګار کړی، چې که يې غوښتنه ونه منل شي، نو د ځايي حکومتولۍ د تړلې پاتې کېدو لپاره کلونه هم زغملی شي.

هغه وویل، پخپلو کارونو ویاړي او په وینا يې د دې دېوال له تمویل پرته به هیڅ ډول مسوده لاسلیک نه کړي.

په فدرالي حکومت کې د بندښت مانا دا ده چې شاوخوا ۲۵ سلنه فدرالي حکومتي مؤسسې به نه تمویلېږي، د کورني امنیت، عدليې، کډوالۍ، کرنې، سوداګرۍ، کورنیو چارو او ماليې وزارتونه به تاواني شي.

ټرمپ د دې کلک ملاتړی دی چې باید له مکسیکو سره پر پوله دېوال جوړ کړي، خو ډموکراټان يې په ټینګار مخالفت کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د