لوېدیځي رسنۍ: ټرمپ د خپلې ستراتېژۍ پر ناکامۍ اعتراف وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د تېرې چهارشنبې له رسنیو سره د ټرمپ څرګندونې لا هم د ګڼو رسنیو سرټکي دي، ځينو لوېديځو رسنیو په دې تړاو تبصرې کړې او لیکلي يې دي، ټرمپ د خپلې ستراتېژۍ پر ماتې اعتراف وکړ.

ډونالډ ټرمپ د دفاع د پخواني وزیر جیمز مټیس د لرې کېدو د دلیل په توګه وویل، چې نوموړی په افغانستان کې ناکام او د سلګونو میلیاردو ډالرو په لګولو سره يې هیڅ لاسته را نه وړل.

واشنګټن ایکزماینر لیکلي، ټرمپ پخپلو څرګندونو سره په لوی لاس خپله ستراتېژي تر سوال لاندې راوسته.

ټرمپ د ۲۰۱۷ز کال په منځ کې د نوې ستراتېژۍ اعلان وکړ، چې پر اساس يې پر طالب سرتېرو فشارونه له بېلابېلو لورو زیات کړل، هوايي بریدونه، د علماوو په نوم غونډې، د پرلټونو په نامه ځینې حرکتونه او د سیمې په سطحه هڅې يې ګړندۍ کړې، خو پایله کې يې نېکولسن هم ځای مېلر ته خوشي کړ او مټيس هم د ټرمپ پر اعتراف ناکام ثابت شو.

د سرچینې په وینا ټرمپ اعتراف وکړ، چې پرمختګ يې له وسه نه کېږي، خو پړه يې د مټیس پر غاړه ور واچوله.

یوې بلې امریکايي رسنۍ پخپله تبصره کې بیا د ټرمپ څرګندونې د هغه د ملاتړو لپاره زیانموونکې بللې دي.

دې ورځپاڼې د ټرمپ هغه خبرې را اخیستې چې ګواکې ځينو هېوادونو «دوه سوه عسکر افغانستان ته لېږلې، بیا نو سل واره ماته وايي چې ستاسې لپاره جګړه کوو.»

نیویارک مجلې بیا پر افغانستان د شوروي یرغل اړوند تبصره حیرانوونکې بللې او په وینا يې تر اوسه یوه امریکايي ولسمشر هم ورته څه نه دي ویلي.

ټرمپ ویلي و، شوروي اتحاد پر دې خاطر پر افغانستان یرغل وکړ، چې له دې هېواده هلته «ترهګر» ور واښتل، هغه لا دا وړاندیز هم وکړ، چې اوس دې هم د دوی پر ځای «هند، پاکستان او روسیه» په افغانستان کې جګړه پر مخ بوځي د دوی يې څه چې «له شپږ زره میله لرې هلته جګړه کوو!»

ارګ هم په دې اړه د «وضاحت» غوښتنه کړې او هم يې د شوروي اتحاد برید «یرغل» یاد کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د