افغانستان

کابل؛ بې کوره خلک د واوري ورښت اندېښمن کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): کابل کې د روان کال لومړۍ واوره وشوه، چې تېره شپه، ورځ او وړمه شپه يې ورېدلو دوام وکړ.

که څه هم د وچکالۍ او د کابل ښار د خرابې هوا د له منځه وړلو په خاطر خلکو ورته ډېره خوشالي وکړه، خو له وچکالۍ، جګړې او بېلابېلو علتونو له امله را کډه شوې سلګونه کورنۍ چې تر خېمو لاندې ژوند کوي له ګڼو ستونزو شکایتونه کوي.

د دوی په وینا ماشومان يې له ناروغۍ کړېږي او تېرې دوه ورځنۍ یخني يې وضعیت خورا خراب کړی و.

د کابل ښار لوېدیځ قمبر څلورلارې کې د هلمند او کندهار راغلي کډوال وايي، هر څه يې پخپلو سیمو کې پرېيښي دي، دلته يې هیڅوک غمخور نشته او د ژمي لپاره مناسب پوښاک ا‎و د سون توکي نه لري.

د حاجي سید جان په نوم یو تن وايي، پنځه تنه کورنۍ ورله غاړې ده، خو د اوسېدو لپاره يې یوازې تر خیمې لنډه څلور دېوالي را تاو کړې ده.

هغه وايي، نه لرګي لري، نه د سون نور توکي؛ ګڼ نوماندان به يې د کمپاین پر وخت پر خېمو تاوېدل خو اوس يې هیڅوک پوښتنه نه کوي.

دوی له دولته پوره ناهيلي برېښي، هغوی نه پر کومه خيريه مؤسسه ، نه وکيلانو او نه هم په مجموع کې پر دولت باور لري، دغه کډوال ګيله کوي چې هر سوړ ژمی په کاغذونو تېروي، او هر ژمی د دوی يخني وژلي ماشومان او ښځې په تلویزونو کې ښکارېږي، خو څوک پرې سر نه خوږوي.

نن په ښار کې هوا لمرینه ده، دې لومړنۍ واورې ته د خوشالۍ تر څنګ بې ځایه شوي او راغلي کډوال لا هم زړه خوري او پر دولت غږ کوي چې د مرستې لپاره دې لاس ور وغځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د غلام دولت نه خو گله نشته هغوى او ظالم حاميان يى د همدى لپاره راغلى چى دا هيواد او ملت يى نورهم توكر توكر او بيچاره كرى ، خو مونژ اورو چى په كابل كى دير مليونران شته دوى ولى ددى مسكينانو لاس نيوى نكوى ددوى زرونه ولى دومره سخت شوى او كه دوى هم خداى مكره رانده او كانه شوى چى نه يى وينى او نه يى اورى .
يا الله(ج) ته پر دى ملت رحم وكره. اامين

لونګ

دا بی کوره کوم خلګ دی؟ دا ټول یا د هلمند او ارزګان څخه دی او یا هم د کندز څخه چی ټول د طالبانو له ظلم نه دا خوا کډه شوی دی. ټول پښتانه دی پکی یو تاجک یا هزاره یا ازبک نشته. طالبان د څه په فکر کی د حکومت دوباره تر لاسه کولو په فکر. استاد ربانی هم یو وخت روسانو ته عزر او زاری کولی چی د داکتر نجیب الله حکومت مونږ ته راکړه مونږه به ښه غلامی درته کوه، تاریخ تکرر ریږی ګوری اوس طالبان امریکایانو ته همداسی ###### وایی چی د غنی حکومت مونږه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x