تر انفجار عظیم وړاندي څه ول !؟

لیکنه : مفتي احسان الله رشاد

د جدید ساینس علماء د خپلو تجربو ، مطالعو او انکشافاتو پر بنسټ  دا خبره کوي : چې په ړومبي سر کي د ګازو په صورت کې یوه نرمه ، ګرمه او سره پیوسته غیر متحرکه او جامده ماده موجوده وه ، وروسته ستر انفجار ( Big Bang )رامنځته سو ، دا انفجار تقریبا کم تر کمه 18,000 ملیونه کاله وړاندي سوی دی ، د انفجار نظریه امریکي عالم ایدوین هابل ( Edwin Hubble ) [ زوکړه : 1889 م ، مړینه : 1953 م ] په کذشته پېړۍ ته د خپلو انکشافاتو د نتېجو پر اساس وړاندي کړه ، ایدوین هابل د خارجي فضا په استکشافاتو کې زیات شهرت درلود .

له انفجاره وروسته دا ماده سره لویه دله او پراخېدله ، یوه خوا يې له بلي لېري کیدله، د دې په نتیجه کهکشانونه رامنځ ته سول ، اوس هم پوهان په دې عقيده دي ، چې د کون دغه توسع لا جاري ده ، کهکشانونه یو د بله سره ليري کیږي .

د دې نظریې قائلین وايې : چې د دې هر څه اصل یو دود (دوګ) و ، او په قرآن کریم کې چې ( الرتق ) [الأنبياء:30] لفظ راغلی ، رتق د دغه دوګ په نتیجه کي رامنځته سوی دی ، له هغه وروسته انفجار وسو ، له انفجار سره زمکه او اسمان سره جلا جلا او یو د بله سره بیل سول .

مشهور مفسر ابن کثیر رحمه الله وايي : چې هر څه سره پیوسته او ځیني له ځینو سره متلاصق ول ، په پیل کې بعض پر بعضو برسېره ول ، بیا ځیني له ځینو جلا سول ، اسمانونه هم اوه ، او زمکي هم اوه ( طبقې ) سولې ، وروسته يې د زمکي او اسمان په منځ کې په هوا سره فاصله راوستله .

تر انفحار وړاندي څه ول ؟ د دې په هلکه ځیني فلک پوهان وايې : چې تر دې وړاندي یوازي د د دې انفجار لپاره یو مناسب ماحول شتون درلود ، چې په عدم سره ترینه تعبیر کولای شو ، د دې لپاره ښه مثال د د نن سبا د زمانې سره مطابق ، هغه د کمپیوټر او یا مبایل نظام دی ، هارډوير یو هغه نظام دی ، چې کون په کې نشونما کوي ، د کون مثال يې ويډوز او انډورايډ نظام دی ، په دې نظام کې دننه کهکشانوه ، ستوري ، سیارې او سپږمۍ شتون لري ، چونکي موږ د کون د داخل نظام یو جز یو ، نو موږ نه شو کولای ، چې ټول کون په حقیقي معنا سره وګورو .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د محترم مفتى صاحب په اجازه يو سه اضافه كول غوارم .
تر دى bigbang نه مخكى چى انفجار او پاشل هم ورته وايى توله كائنات يوه كتله وه ، د الله(ج) عرش پر اوبو و ، تر پاشلو او جورولو وروسته الله(ج) تر اسمانو پورته پر عرش عظيم استوا وكره يعنى مستقر شو ، په پاى كى به د تولو خالق الله(ج) بيرته توله پاشلى كاينات لكه د كاغذ پانه سره راتول او په شى(راسته) لاس كى ولرى .