ورزش

تیسارا پریرا پر نیورېلنډ توپ اچونکو «۱۳» اسمان څکې شپږیزې ووهلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د سرېلنکا ملي لوبډلې تکړه چپ لاسي آلراونډر تیسارا پریرا پر نیوزېلنډي توپ اچونکو دیارلس اسمان څکې شپږیزې او اته څلوریزې ووهلې.

د نیوزېلنډ او سرېلنکا لوبډلو ترمنځ په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې تیسارا پریرا په ستونزمن وخت کې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ۱۴۰ منډې یې جوړې کړې، نوموړي د نیوزېلنډ پر وړاندې د زیاتو منډو جوړولو د سنات جیسوریا ریکارډ مساوي کړ.

په دغه سیالۍ کې لومړۍ توپوهنه د نیوزېلنډ لوبډلې وکړه، چې د روس ټیلر، کولن مونرو او جیمز نیشام نیمه سلیزو په مرسته یې په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۳۱۸ منډې جوړې کړې.

روس ټیلر ۹۰، کولن مونرو ۸۷ او جیمز نیشام ۶۴ منډې جوړې کړې، د سرېلنکا لخوا په توپ اچونه کې لوبډلمشر لاست ملینګا په ۱۰ اورونو کې ۲ لوبغاړي وسوځول او ۴۵ منډې یې ورکړې.

په ځواب کې د سرېلنکا لوبډلې منځني توپ اچونکي په تمامه توګه ناکام شول، چې یو مهال یې د ۱۲۸ منډو په بدل کې ۷ ویکټې له لاسه ورکړې وې، خو تیسارا پریرا تر وروستیو شیبو ودرید او په زړه پورې توپوهنه یې وکړه، خو د نورو ویکټو نه درلودلو په حال کې یې سیالۍ وبایلله.

سرېلنکا لوبډلې په ۴۶.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۹۸ منډې جوړې کړې او د ۲۱ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه، پریرا په ۷۴ توپونو د ۱۳ اسمان څکو شپږیزو او ۸ څلوریزو پر مټ ۱۴۰ منډې جوړې کړې، نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

له دې وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې هم سرېلنکا لوبډلې د ۳۷۱ منډو په بدل کې ۳۲۶ منډې جوړې کړې، په دغه لوبه کې کوسال پریرا په ۸۶ توپونو ۱۰۲ منډې جوړې کړې وې خو بریا یې خپله نه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x