
د ایران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال يو ځل بيا د سولې خبرو لپاره کابل ته راغلی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ایران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عباس عراقچي نن له غرمې وړاندې کابل ته رارسېدلی دی.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړي خبرپاڼه کې ويلي، چې عراقچي نن له غرمې وړاندې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سره ليدلي او ټاکل شوې، چې د ګډ حکومت له مشرتابه سره هم وګوري.
په تېرو څو اوونيو کې کابل ته د عراقچي دا دوهم سفر دی.
هغه په تېر سفر کې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني او اجرائيه رييس عبدالله عبدالله سره ليدلي وو.
د ایران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال په داسې حال کې کابل ته راغلی، چې تېره اونۍ په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر استازو يوه پلاوي تهران ته سفر کړی و.
د ایران د بهرنيو چارو وزارت ويلي و، د طالبانو له استازو سره يې د افغانستان سولې په اړه خبرې کړي دي.
طالبانو هم د دغه سفر کړی و.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې د دوی د سياسي کميسيون استازو له افغانستانه د امريکايي پوځيانو له وتلو وروسته حالاتو په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې کړي دي.
ایران وايي، چې له طالبانو سره اړيکې لري او په دې اړه يې د کابل حکومت هم په اعتماد کې ساتلی دی.
زمونږ ګاوندی هیوادونه په ځانګړی دول ایران او پاکستان، که په ښکاره خپلواک مګر سیاسی قدرت یی د اسراییلو او انګریزانو په لاس کی دی کله ناکله ورسره هڅی داړی چینګی کړی چه خپلواک یی نړیوالو واو د هغو هیوادو هیوادوالو ته وپیژنی چه په اسانی دوی وکولای شی خپل هیوادوال د اسراییلو او انګریزانو د پاره مادی او معنوی استثمار کړی . تاسی ګوری چه کله د پاکستان او کله د ایران خارجه وزیران او مرستیالانو مندی رامنډی وهی دا ځکه چه پاکستان ته انګریزانو او ایران ته یهودانو دستور ورکړی که وکولای شی طالب مجاهدین د خپلو ایرانی… نور لوستل »
سلام علیکم زه باید دمجاهدورورپه ځواب کی ووایم چی مجاهدصاحب داډیردناهیلی ځای دی چی ته ددی پرځای چی دګاوندیوهیودونو افغانستان ته دوسولی دراوستولوپه اړه خوشخاله شی اوله هغوی نه مننه وکړی . دوه مسلمان ګاونډیوهیوادونه دانګریز؛یهیوداواسرائیل غلامان بلل یوبی انصافی اوغیراسلامی چلنددی خکه چی ته په کوم سند اودلیل اسلامی هیوادونه تورنوی چی دوی داسلام دشمنانو غلامان دی که ایران داسرائیلواویهودانوملاتړی اوغلام وی نوپه دادریشوکلنوکی دفلسطینی مسلمانانوڅخه کوم هیوادبیله اسلامی ایرانه ورسره هرسته کړی ده او اوس یوازی ایران دی جی په ټوله نړۍ کی وایی جی اسرائیل دمسلماتان دشمن اودقدس شریف غاصب دی …اوداپاکستان اوایران هیوادونه نه وو. چی… نور لوستل »
عبدالله صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! د دغه نن اسیا په شان خپلواکو پاڼو مفاهمو ته ډیره ښه زمینه برابره کړی،هر څوک په دغه افهام او تفهیم کی برخه اخلی او د خبل معلومات له مخی ارزونی کوی کیدی شی د یوه یا بل ارزونه ډيره سمه او یا ناسمه ، او یا یی یوه برخه سمه او بله ناسمه وی. د همدی امله رشتونی او مکتبی خلک چه سیاسی پوهه یی تر ځينو زیاته وی هغوی د مفاهمی وخت کی له خبل لیدلوری هم بیطرفی کوی که دمقابل اړخ خبره ورته د عقلی او نقلی منظقی… نور لوستل »
هبدالله صاحب السلام علیکم ! د انګریزانو غلام پاکستان او د اسراییلو او امریکا غلام ایران په اړه به زه هم درسره خپل نظر شریک کړم او هغه دا چه : لمړی : د پاکستان د غلاممی په اړه : هند او پاکستان له اوله غلامان زیږول شوی د هند لویی وچی ته خو انګریزانو برطانوی هند یعنی د انګریزانو خاوره ګڼله خو د هند په لویه وچه ګی د خپلواکی غوشتونکو چه رهبری یی هم د مسلمانانو په لاس کی وه د انګریزانو د هند د برطانوی کیدلو له خیاله ویستل ، انګریزان دوهم ابشن یعنی د هند د… نور لوستل »
د یوې مسئلې یا موضوع په هکله د کامل بصیرت او لازمی پوهی او معلومات پرته پر وچو تعصباتو بنا، نظر او تبصره کول د ایمان او وجدان کَلاه د سخت تکان سره مخامخ کولای شی. د یو چا چي ساده املاء دومره کمزوری وی نو مغز او عقیده او استدلال به ئې څرنګه د منلو وړ وی.
مونږ څومره نیک مرغه او که بدمرغه یو په داسی منلی استاذ کل (غ حضرت صاحب ) باندی ویاړنه کوو چه خپله د( وجدان ګلاه ) لیکی او د نورو د املا او ارزونو غم ورسره دی
ابراهیم شریکه!
داسی ښکاری چي تاسی خپلی عینکی د کلی نانوای ته په کرایه ورکړیدی.
ګوره شریکه:
ما ګلاه نده لیکلې بلکه کَلاه می لیکلې ده، د ک توری ته می همزه ورکړېده یعنی د کَ بڼه می ورکړېده.
کَ او گ ډېر توپیر سره لری.