ميانمار کې ديارلس پولیس وژل شوي، نهه ټپيان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ميانمار په رخاين ايالت کې د اراکن جنګياليو له لوري د پوليسو پر پوستو وسله وال برید کې ديارلس پوليس وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس ليکلي، د حکومت مخالف اراکن جنګياليو ډله د ميانمار له حکومت څخه د رخاين ايالت د بېلتون لپاره جګړه کوي.

د يادونې وړ ده، چې د اراکن جنګيالي بوديان دي او د برما روهنګيا له مسلمانانو سره هېڅ اړيکه نه لري.

د روهنګيا مسلمان جنګيالي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې له  فعاليته لويدلي، د اراکن بودايي جنګيالي د رخاين د ازادۍ لپاره د ميانمار حکومت پر ضد چيريکي جګړې کوي او هڅه کوي، چې رخاين ايالت له حکومته ازاد او خپلواک کړي.

د يادونې وړ ده، چې د اراکن جنګياليو او حکومتي پوځيانو ترمنځ له تېرې مياشتې راهيسې يو ځل بيا نښتې پيل شوي او دواړو خواوو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

د ميانمار پولیس وايي، چې نن سهار رخاين کې د پوليسو پر درې پوستو له دوو سوو زياتو اراکن جنګياليو برید کړی و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیلاب
میلمه
سیلاب

دا د میانمار لیوان نه دی چه هلته مسلمانان وژنی د ټولو وژنو تر شا دجال یا امریکا ( نظم نوین چهانی ) قرار لری که نه امریکا تر اوسه د میانمار مسلمانانو په قتل عام چوپه خوله ناست دی څرنګه یی د کویت د خلاصون د پاره په عراق برید وکړو مګر د میانمار د مسلمانانو د پاره برید خو پریږده غندنه هم نه کوی. امریکایی لیوان هڅّه لری چه نړیوال دجالی حکومت د تاسیسولو د پاره ( یواځنی مقاومت چه پاتی دی هغه اسلامی مقاومت دی هغه له مخه لیری کړی خو اوله کی فعال او وروسته هغه… نور لوستل »