خبرونهنړۍ

امریکا: د لوبو په مرکز کې ډزو ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د متحده ایالاتو، د لاس انجلس ایالت په ټورنس ښار کې د لوبو په یوه مرکز کې د ډزو له امله ۳ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

یاده پېښه د لاس انجلس ایالت څخه ۳۰ کیلومټره لیرې په ټورنس ښار کې رامنځ ته شوې چې د لاس انجلس په جنوب ختیځ کې موقیعت لري.

د ټورنس پولیس مني چې په «ګابل ګیمنګ زون» کې رامنځته شوې پېښې له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ټورنس د پولیسو یوه افسر «رونالډ بیرس» له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې، سیمې ته یې د ژغورنې ټیم لیږلی او د پېښې ځای پولیسو محاصره کړی، نوموړي په ښاریانو غږ کړی څو د پېښې له ځایه لیرې واوسي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې، یوازې څو میاشتې وړاندې د نومبر په ۶ نیټه هم یو بریدګر په یوه کلیسا برید کړی وو چې امله یې ۲۶ تنه وژل شوي وو او ګڼ نور ټپیان وو.

یاده دې وي چې په وروستییو کې د امریکا په متحده ایالاتو کې په ډزو د وژل کېدو پېښې زیاتې شوې، د رسمي سرچینو د شمېرې له مخې په تېر یوه کال کې ۴۰ زره نفر د ډزو په پېښو کې وژل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مونږ ټول امریکایانو د هغو یهودی او صلیبی لویانو سره چه هم یی د امریکا ( چه دوی یی خبل هیواد بولی ) مظلومان او هم یی د مظلومی نړی لکه زمونږ هیواد او منځڼی ختیز کی ټول مظلومان د دوی د خونړو منګلو ښکار دی، په تله کی نه شو اچولی یعنی د امریکا اکثریت قاطع مظلوم اولس هم د هغو ګوتو به شمار ( نظم نوین جهانی ) لویانو د استثمار او قانونی وحشت لاندی دی او صرف د هماغه یهودی او صلیبی حریص لویانو د عسکری خدمت او د دوی د بزنسو د چلولو د پاره نیم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x