ورزش

بیګ باش لیګ: نننۍ ورځ د مجیب ځدران په نوم وه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۵ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د کرکټ لوبډلې ملي لوبغاړي مجیب ځدراڼ نن د استرالیا د بیګ باش لیګ سیالیو کې بریسبین هيټ لوبډله بریالۍ کړه.

مجیب ځدران نن د پرت سکروچر لوبډلې پر وړاندې په ۴ اورونو کې یواځې ۱۰ منډې ورکړې.

پر دې سربیره هغه ۲ لوبغاړي وسوځول او ۱۶ توپونونه یې هم میس کړل.

مجیب ځدراڼ د هغه د غورې توپ اچونې له کبله د نننۍ سیالۍ غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

دا لومړی ځل دی چې مجیب ځدراڼ د بیګ باش په سیالیو کې د لوبې ښه لوبغاړی نومول کیږي.

ترده وړاندې راشدخان او محمد نبي څو څو ځل د لوبې غوره لوبغاړي نومول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x