
بي پي ايل: د حضرت ځاځي ۷۸ منډو يې لوبډلې ته ستره بريا ورکړه
نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۵ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د بنګلديش پريمئير ليګ په دويمه سيالۍ کې د افغانستان ځوان نامتو چټک چپ لاسي توپوهونکي حضرت الله ځاځي په دويمه سيالۍ کې په زړه پورې تړپوهنه وکړه او ۷ سترې شپږيزې يې ووهلې.
حضرت الله ځاځی چې په ياد ليګ کې ډهاکه ډايناميټس لوبډلې لخوا لوبيږي د اوپنر توپوهونکي په حيث پېل وکړ او په يوازې ځان يې په ۴۱ توپونو ۷۸ چټکې منډې جوړې کړې، نوموړي ۷ شپږيزې او ۴ څلوريزې هم ووهلې.
د نوموړي لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۸۹ منډې جوړې کړې، د ځاځي سربېره سنيل ناراين هم ښه توپوهنه وکړه او ۳۸ منډې يې وکړې.
سوکه توپ اچونکی قيس احمد چې په سيال لوبډله کې لوبېد ۴ اورونه وکړل، يوه يې ويکټه واخيسته او ۲۹ منډې يې ورکړې.
په ځواب کې د قيس احمد لوبډلې «راجشاهي کينګز» د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو يوازې ۱۰۶ منډې جوړې کړې او د ۸۳ منډو په ستر توپير يې ماتې وخوړه.
حضرت الله ځاځی په غوره توپوهنه د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، له دې وړاندې په لومړۍ سيالۍ کې محمد شهزاد ۲۷ منډې جوړې کړې وې او بريا يې خپله کړې وه.