
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د بغلان ولایت والي عبدالحی نعمتي وايي، طالبانو د ولسې جرګې ټاکنو ته یو نوماند ژوندی نیولی.
د اسپوټنیک خبري اژانس په حواله، زلمی زهیر چې د ولسې جرګې ټاکنې ته نوماند وو تېره اونۍ د مرکزي بغلان په خواجه خان سیمه کې د طالبانو لاس ته لوېدلی.
د بغلان والي اسپوټنیک خبري اژانس ته ویلي چې، طالبانو زلمی زهیر ځکه نیولی چې ځان یې د ولسې جرګې ټاکنو ته نوماند کړی وو، دده په وینا د سیمې د متنفذینو او سپین ږیرو په مرسته یې د زلمي زهیر د خلاصولو هڅې پیل کړې خو تر اوسه یې کومه څرګنده نتیجه نده ورکړې.
تر اوسه طالبانو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
یاده دې وې چې سږ کال د ولسې جرګې تر ټاکنو د ترسره کېدلو په جریان کې ګڼ شمېر نوماندان ووژل شول چې د ځینو د وژلو پړه یې طالبانو په غاړه اخستې وه.
نو دا سړی خو تر اوسه څه کار هم په دولت کی کړی ندي. طالبان به هر څوک نیسی او پیسی به تری اخلی. نو ځانونه په څه وچلوي.