
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غنی خپل سلاکار عبدالستار سعات له دندې ګوښه کړی.
نوموړی په حقوقي چارو کې د محمد اشرف غني سلاکار وو چې نن د نوموړي په امر له دندې لرې شوی.
عبدالستار سعادت تر دې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون رئیس پاتې شوی، چې په دې وروستیو کې یې په ټولنیزو رسنیو کې د ملکي تلفاتو د نه غندلو له امله په ګډ حکومت باندې توندې نیوکې کولې، نوموړي په خپله یوه لیکنه کې د ګډ حکومت د داخله چارو نوی سرپرست وزیر«امرالله صالح» تورن کړی وو چې په پښتني سیمو کې یې د طالبانو د شتون اړوند غلط راپورونه امریکایانو ته ورکول چې بیا به د عملیاتو په ترڅ کې د ملکي تلفاتو لامل ګرځېدل.
یاده دې وي چې تر اوسه عبدالستار سعادت له دندې څخه د ګوښه کېدلو اړوند څه نه دي ویلي، خو د ټولنیزو رسنیو زیاتره فعالان په حکومت باندې نیوکې د نوموړي د ګوښه کېدلو لامل بولي.
د مشرانو جرګې غړی او د زابل د خلګو پخوانی استازی «زلمی زابلی» هم ورته نظر لري، د زابلي په وینا، حکومت د نیوکو په وړاندې زغم نه لري او نیوکه کول ورته یو جرم ښکاري، نوموړي په خپله فسبوک پاڼه لیکلي «واقعیت ویل د ارګ په حلقه کې مساوي د یوه نه بخښونکي جرم سره ده، کاش چه جناب جمهور ريس ياداسي شخصيتونه دلاسه نه ورکولاي او يايي په خپله کړنلاره يو مرور کړي واي، همدا علت دي چه اوس لمړي مرستيال نه پيدا کيږي»
ياره دلته اشرف غني او په امريکا کي ټرمپ دواړه عجيب او استثنايي واکمنان دي. دواړه يو بل ته ورته طبايع لري او جالبه داده چي دواړه د افغانانو پر برخليک اغېز لري، خدای مو دي پرده ورسره کوي.
له خپلی دندی ولی استعفی نه کوی چه غیر مشروع یی دا دوره تیره او د بلی دوری د پاره هم هیله لری ، په اشغال شوی هیواد کی ټاکنی څه ار زښت لری د امریکا د ګټو د پاره چه څوک مناسب کس وی داسی شرایط برابروی چه به هره وسیله وی هغه قدرت ته ورسوی هغه ځل جان کیړی اودا ځل به یی پمبو د امریکا سفارت کی دا ځل دګلبدین سره دملی وحدت به نوم حکومت جوړ کړی
مجاهد صاحب،
فقیر اباد پښاور،ورسک پښاور،شمشتو پښاور. کی د ګلبدین ډیری تلی وڅټلی.او ورسک کی د هغه د کنړ یتیمانو اعاشه اباته جیب ته او لندن ته د افامیل سره ځان په ورسوه.
حکمتیار صاحب خو اول د ستا پیر وه اوس د ولی مسیر بدل کړ؟د کنړ یتیمانو د اعاشه اباته حساب کتاب پاتی دی،
ههههه،
بسيار جالب است كه غمى،پشتين كاسه ليس يهودها غم اعاشه و اباته يتيم ها را دارد، خدايا نميدانم اين غمى و اين لونگ بيچاره چى ميخواند،
پشتین صاحب ! دا خبره دی منم چه مونږ یی غړیتوب هغه وخت منلی وو چه هغه په الهی لارښودنو عمل کولو دا زمونږ د غړیتوب ورسره شرط وو کله چه هغه له هغه سری کرښی قدم هغه خوا کیښود د امریکا سره یی دکرزی او غنی په شان د سوړجنګ د غلامی تړون لاسلیک کړو مونږ هم ورسره د غړیتوب اړیکی پری کړی، کشکی تاسی هم زمونږ په شان د غلام غنی بابا سره خپلی اړیکی پری کړی خو تاسی تل د هغوی د پاره لامبو وهی الله ج دی تاسی ته هم زمونږ په شان کلکه او مثبته… نور لوستل »