
طالبان: له امريکا سره د سولې خبرې ښې روانې دي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبانو ويلي، له امريکا سره يې د سولې خبرې ښې روانې دي او په عين حال کې يې ټينګار کړی، چې د بهرنيو پوځيانو د اشغال تر پايه به خپل وسله وال مقاومت ته دوام ورکوي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد امريکا غږ راډيو سره په مرکه کې ويلي، چې له امريکا سره د خبرو نوې مرحله راروانه ده، خو د دغو خبرو کره ځای او وخت يې نه دی اعلان کړی.
ذبيح الله مجاهد يو ځل بيا د ګډ حکومت له استازو سره هر ډول ناستې او د جدې په ښار کې د سولې غونډه کې له ګډونه انکار کړی دی.
د تېر کال دسمبر په ۱۷ او ۱۸مه د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد په ابوظبۍ کې د طالبانو له استازو سره د سولې په موضوع خبرې کړې وې.
په دغه ناسته کې د پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي استازو م ګډون درلود.
د طالبانو وياند زياته کړې، چې له امريکا سره يې د سولې خبرې ښې روانې دي، خو د دې خبرو د بريا لپاره د امريکايي پوځيانو وتل اړين دي.
طالبان ټينګار کوي، چې د سولې لپاره د بهرنيو پوځيانو وتل د دوی اساسي شرط دی او د وروستي بهرني پوځي تر شتونه به خپل وسله وال مقاومت ته دوام ورکړي.
خود به له امريکا سره خبری ښی روانی وی .
امريکا ماته ده په مړ سرلکه چغال له ميدانه تښتی ، طالبانو ګټلی ده پر ميدان لکه زمريان ورته ولاړ دی ، تر دی لا ښه .
ترهغه وخته يی پر سرسر وهی چی يو عسکر يی هم پاته وی ، چی د غلامانو يی له وتلو مخکی غړی وتښتی .