افغانستان

د سولې په اړه د طالبانو او  امريکا بله ناسته په قطر کې کيږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان اوولس کلنې جګړې د سوله ییز حل لپاره د طالبانو او  امريکا بله ناسته په قطر کې ترسره کيږي.

طالبانو ته نږدې سرچينې وايي، چې د سولې راتلونکې ناسته به د امريکايي او طالب ډيپلوماټانو ترمنځ وي.

نن ټکی اسيا ته يوې سرچينې ويلي، چې د سولې بله ناسته به په راتلونکو دوو ورځو کې د قطر پلازمېنې دوحه کې ترسره شي.

د سرچينې په وينا په دې ناسته کې  به د متحده عربي اماراتو او سعودي استازي ګډون ونه لري او يوازې طالبان او امريکايي ډيپلوماټان به يې ګډونوال وي.

د ګډ حکومت چارواکو د ابوظبۍ په ناسته کې هڅه کړې وه، چې د امريکا، پاکستان، اماراتو او سعودي په غوښتنه طالبان ورسره وګوري، خو طالبانو ورسره له ليدو انکار کړی و.

يو شمېر سرچينو داسې راپورونه خپاره کړي  وو، چې د سولې راتلونکې  ناسته به د سعودي په کوربه توب په جدې ښار  کې وي، خو طالبانو دغه راپورونه بې بنسټه بللي او زياته کړې يې ده، چې د جدې ناستې کې ګډون يې د پلان برخه نه ده.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني تر دې وړاندې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره هم اړيکه نيولې وه او غوښتنه يې  ترې کړې وه، چې په دغه ناسته کې طالبان د افغان پلاوي سره خبرو ته کينوي.

د سولې عالي شورا وياند احسان الله وايي، حکومت اندېښنه لري، چې حکومتي پلاوی يو ځل بيا د اماراتو د ناستې په  څېر له سپکاوي سره مخ نشي او له همدې امله حکومت  ټينګار کړی و،که طالبان د جدې په ناسته کې له افغان پلاوي سره نه ګوري، دوی به هم په دغه ناسته کې ګډون ونه کړي.

د سياسي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې طالبانو اوولس کاله د خپلو اهدافو لپاره د امريکا په مشرۍ له ټولو ايتلافيانو سره جګړه کړې او د سولې په خبرو کې هم د طالبانو شرطونه بايد ومنل شي.

د جهادي ګوندونو د چارو څارونکی لندن مېشتی فلسطینی ليکوال عبدالباري عطوان وايي، چې طالبان د سيمې له ټولو متضادو هېوادونو سره قوي اړيکې لري او ټول هېوادونه ځانونه له طالبانو سره اړيکو ته اړ بولي او د سولې  په خبرو کې باید  د طالبانو شرطونو ومنل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

ښه سو چي د امريکې د ذليلو چوپړيانو او د ورثة الانبياء اسلامي عالمانو او نورو پوهانو د قاتلانو په کوربه توب دا غونډه ونه سوه. آفرين د طالب مشرانو پر هوډ او اولواالعزمۍ . اوس به نو دعاوي کوو چي الله رب العزت طالب مرکچيان خپلو موخو او غوښتنو ته په رسېدو کي ښه موفق او بريالي کړي او دا مذاکرې بالاخره د ګران او خواږه اسلامي هيواد افغانستان د خپلواکۍ د بيرته ګټلو او په سرترسري سوله او امن کي د افغانانو د اوسېدلو پیغام راوړونکي سي.

ګلاجان کوچی

لکه څنګه چې طالبانو د جګړې په ډګر کې نړۍ حيرانه کړې ده همدغه ډول يې د دپلوماسۍ په ډګر کې هم د دې ميدان لوبغاړي حيران کړي دي. نور نو بايد د غرب د فارمونو چورګوړي پدې پوه شي چې اسلامي او مسقله ډپلوماسي هم وجود لري چې نه د ابوجهل فرمايشونه ورکې چلېږي او نه هم د کوم فرعون، بلکې يوازې هغه څه ورکې عملي کېږي چې اسلام يې اجازه ورکوي.

لونګ

یاره ته خو په ریښتیا کوچی یی. د جګړی په ډګر کی نه چی د هر څه په ډګر کی یی نړی حیرانه کړی. دا پرون د ګردیز په جومات کی چی انتحاری وشوه نړی به څنګه نه حیرانه کیږی. چا دومره سړکونه او مکتبونه خراب کړی لکه چی طالبانو کړی؟

لونګ

فکر وکړی چی امریکایان له طالبانو سره یوی موافقی ته ورسیدل. امریکایانو خو هسی هم خپل شتون دلته نا ممکنه بولی. څه فکر کوی جنګ به ختم شی؟ دا د کابل حکومت دومره ضعیفه دی چی طالبان به یی زر چپه کړی؟ بیا به د کابل حکومت له بلی خوا مرسته راځی، د ایران او هند لخوا چی په هغه صورت کی به دا جنګ یوی نوی څپی ته ولاړ شی. د حکومت سره خبری ضروری دي. طالبان دی ## شی د خلکو له استازو، د هلمند د سولی له کاروان او ځینو نورو مشرانو او کسرانو سره دی خبری… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

وایی که شپه هم ده مڼی په شمار دی . یعنی حقایق په ډاګه دی . زمونږ هیواد امریکا او کفری تلوالی یی اشغال کړی او غلامه اداره یی ورباندی په زور تپلی، سعودی، قطر، اماراتو او پاکستان ته څه اړه ده چه په مذاکراتو کی برخه ولری ؟ یا د خلیلزاد شیطانی منډی رامنډی ماسکو ، هند ، ازبکستان ، ایران او برکسل ته د څه دپاره دی اسانه خبره ده هماغسی چه راغلی یاست هماغسی ووځی او دغه په هګیو کینولی چرکی مو هم له ځانه سره یوسی چه له بیلونو ډالر یی خپلو هیوادو کی استفاده وکړی… نور لوستل »

جميل

شکر دی الحمدلله چی د علم خاوندان لرو

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x